ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد سيمه ييزې ادارې له انټرنټ سره نښلول کېږي

د هېواد سيمه ييزې ادارې له انټرنټ سره نښلول کېږي

author avatar
3 Apr 2018 - 16:57
د هېواد سيمه ييزې ادارې له انټرنټ سره نښلول کېږي
author avatar
3 Apr 2018 - 16:57

 

کابل(پژواک،۱۴وری۹۷): د همکارۍ د هغه هوکړه ليک له مخې چې نن د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې او مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې( اترا) ترمنځ لاسليک شو، د هېواد سيمه ييزې ادارې د انټرنټ له مرکز سره نښلول کېږي.

د همکارۍ دغه هوکړه ليک، نن د سيمه ييزو ارګانونو عمومي رييس او د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې( اترا) د مشر ترمنځ لاسليک شو.

 د سيمه ييزو ارګانونو عمومي رييس عبدالمتين بيک ددغه هوکړه ليک د لاسليکېدو په مراسمو کې وويل چې له اترا ادارې سره د الکترونيکي حکومتولۍ د رامنځ ته کېدو، د سيمو په کچه د اطلاعاتو د لېږد او اړيکو د بهير چټکتيا په اړه هوکړه ليک لاسليک شوی دی.

 د نوموړي په وينا، ددغه هوکړه ليک له مخې، اترا ادارې د ولسواليو، ښارواليو، سيمو، واليانو دفترونو په کچه د پنځو کلونو لپاره وړيا انټرنټ فعال کړی او په بېلا بېلو ولايتونو کې د سروې ګانو، حساب ورکولو او  نورو اداري کارونو او د ټکنالوجۍ اسانتياوې برابروي.

نوموړي زياته کړه چې ددغه هوکړه ليک لاسليک، د سيمه ييزو ادارو په کچه د روڼتيا او چټکتيا په برخه کې يو مثبت ګام دی، ځکه ددغو اسانتياوو په برابرېدو سره به د مرکز او سيمو ترمنځ د لېږد رالېږد پروسه چټکه شي.

د اترا ادارې مشر محمد نجيب عزيزي هم وويل چې ددغه هوکړه ليک د لاسليکېدو موخه، له مرکز سره د ولايتونو، ولسواليو او تر دې ټيټو سيمو د ادارو ترمنځ د اړيکو په بهير کې د اسانتيا او چټکتيا رامنځ ته کول دي.

د هغه په وينا، له دې وروسته به واليان او ادارې د نوري فايبر انټرنټ څخه کار اخلي چې کيفيت يې ښه دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.