لښکرګاه(پژواک،۱۴وری۹۷): هلمند کې د سولې خېمې ګډونوالو او يو شمېر سياسي مشرانو د کندوز د تېرې ورځې پېښه په کلکو ټکو غندلې ده.
تېره ورځ افغان ځواکونو د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر يوې مدرسې هوايي بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د ماشومانو په ګډون لسګونه تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
بل لورته دغه بريد د هلمند د سولې خېمې ګډنوالو په کلکو ټکو وغانده.
د دې خېمې يو تن ګډونوال اقبال خيبر د وري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دشت ارچي وروستۍ پېښه د زغملو نه ده.
هغه وايي چې حکومت او نړيواله ټولنه بايد په جدي ډول دغه بريد وڅېړي او عاملينو ته يې سخته سزا ورکړي.
هغه زياته کړه: (( موږ ته په موټر بم او هوايي بريد کې د افغانانو وژل يو شان دي، موږ يې په کلکو ټکو غندو.))
دغه راز يوتن قومي مشر محمد امين خان پژواک ته وويل چې د دشت ارچي پر پېښه ډېر خواشينى دى، ځکه ملکي وګړي په کې وژل شوي دي.
هغه وايي: (( په دې پېښه کې ملايان، د مدرسې شاګردان او عام خلک وژل شوي او که چېرې طالبان هم موجود واى، نو حکومت ته په کار نه وه چې پر دې ځاى يې بريد کړى واى.))
د خېمې يو شمېر نورو ګډنوالو هم ورته څرګندونې وکړې.
بل لورته You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن