ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پر کونړ د پاکستان په توغنديي بريدونو کې پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي

author avatar
3 Apr 2018 - 14:17
author avatar
3 Apr 2018 - 14:17

اسعد اباد (پژواک، ١٤ ورى ٩٧) : چارواکي وايي چې پر کونړ ولايت له تېرې ورځې راهيسې پاکستانيو ځواکونو ٣٦٠ توغندي توغولي چې له امله يې پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

دکونړ والي وحيدالله کليمزي د وري په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا توغندي په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ويشتل شوي دي.

هغه زياته کړه،دا توغندي ټول ددانګام ولسوالۍ پر بېلابېلو سيمولګېدلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ملکي وګړي يې ټپيان کړي دي.

د والي په وينا، دغه راز دې بريدونو خلکو ته درانه مالي زيانونه اړولي، د خلکو څاروي يې مړه کړي او کښتونه يې زيانمن شوي دي.

کليمزى وايي، پاکستاني پوځيان غواړي چې پر ډېورنډ فرضي کرښه اغزن تار وغځوي خو د کونړ ولسونو يې مخه نيولې ده.

د هغه په وينا، افغان ځواکونو هم باالمثل ځواب ورکړى دى.

پرون هم پر دغه ولايت د ١٥٧ توغنديو د ويشتلو خبر ورکړل شوى و.

د يادونې ده، پاکستاني ځواکونو له تېروڅو کلونو راهيسې پرکونړ دا ډول بريدونه کوي چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، سلګونه بې ځايه شوي او خلکو ته نور درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.