ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې د دوو نامسوولو وسله والو ډلو ترمنځ سوله وشوه

په بغلان کې د دوو نامسوولو وسله والو ډلو ترمنځ سوله وشوه

author avatar
3 Apr 2018 - 16:08
په بغلان کې د دوو نامسوولو وسله والو ډلو ترمنځ سوله وشوه
author avatar
3 Apr 2018 - 16:08

پلخمري(پژواک،١٤ورى٩٧): په بغلان کې د دوو نا مسوولو وسله والو ډلو ترمنځ تر پنځو کلونو جګړې وروسته سوله وشوه.

د بغلان په ده صلاح او پلحصار ولسوالیو کې د دوو نا مسوولو وسله والو ډلو ترمنځ دښمني ختمه او دواړه خواوې چې له پنځو  کلونو راهیسې یې یو پر بل مرګوني بریدونه کول د حکومت  او قومي  مشرانو په منځګړیتوب په یوه قومي جرګه کې سوله وکړه.

د بغلان ولایت د ده صلاح ولسوالۍ دقاصان درې اوسېدونکي نجیب الله د وري په ۱۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل: (( موږ پنځه کاله یو بل ووژل بغلان والي او د ولایتي شورا له وکیلانو نړۍ مننه چې زموږ پنځه کلنه دښمني یې په سوله بدله کړه.))

ده وویل نه پوهیږي چې دښمني یې په څه پیل شوه خو خپلمنځي وه او پښیمانه په دې دی چې د خپلې سیمې له اوسېدونکو سره یې جګړه کړې او خپل نږدې کسان یې وژلي.

نجیب الله زیاتوي،د دیني عالمانو پر وړاندې یې پر قران کريم پاک لاس کېښود چې نور به جنګ نه کوي او که ټوپک پورته کوي نو د هېواد د دښمنانو پروړاندې به جنګیږي.

دغه راز د پلحصار ولسوالۍ اوسېدونکي دوست محمد خان هم پژواک ته وویل: (( زما دکورنۍ دښمني زما د خوریي په وژلو پیل شوه، درې کاله وړاندې مې یو خورى ووژل شو دیني عالمانو یې د قتل په بدل کې ۱۲  لکه افغانۍ پور کېښود خو دنهو میاشتو په تېرېدو  مقابل لوري د وینې پور ادا نه کړای شو موږ مجبور شو چې قاتل ووژنو یوه ورځ ورته کمین کې کېناستو او د خوریي قاتل چې عبدالحمید نومیده ومو واژه چې دښمني مولاپسې  تازه شوه.))

دوست محمد وویل چې نن يې په قران کريم لاس کېښود چې نور به یو بل نه وژني او په خپل کلي کې به د دوستۍ ژوند تېروي.

 ده وویل، د کلي لس تنه یې خپلمنځي جګړو کې وژل شوي او په دغو وژنو او په تېرو ټولو تر سره کړو اعمالو پېښمانه دي چې بیا به یې تکرار نه کړي.

د همدې موضوع په تړاو د بغلان والي عبدالحي نعمتي وویل چې د بغلان په ده صلاح او پلحصار ولسوالیو کې وسله وال طالبان ، داعش  او القاعده  نشته چې جګړې وکړي،خو  د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو ضعف خپلمنځي دښمني ده.

 هغه زياته کړه: (( حکومت به د سیمې بیارغونې او ښونځیو جوړولو ته پام وکړي په دې شرط چې تاسو هم خپلمنځي ټول اختلافات له منځه یوسئ.))

والي وویل، خوښ دی چې په بغلان کې  یوه ډله کسان دخپل ورور په مقابل کې پورته کړې وسلې پرځمکه ږدي او د کلونو خونړۍ دښمني په دوستۍ بدلوي.

 همدارنګه مولوي عباد الله چې ښکیلو دواړو خواو ته یې د قسم ورکولو وروسته غونډې ته وینا وکړه وویل: (( موږ په وروستیو څو میاشتو کې سل سیمه ییزې قومي شخړې حل کړې او دا دی د قتل او خونړیو دښمنیو دحل دا دویمه ستره  لاسته را وړنه ده.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.