ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کريم خليلي: د کندهار خلک دې طالبان سولې ته حاضر کړي

کريم خليلي: د کندهار خلک دې طالبان سولې ته حاضر کړي

author avatar
3 Apr 2018 - 17:37
کريم خليلي: د کندهار خلک دې طالبان سولې ته حاضر کړي
author avatar
3 Apr 2018 - 17:37

کابل (پژواک، ١٤ ورى ٩٧) : د سولې عالي شورا رييس د کندهار له خلکو وغوښتل چې د سولې له شورا سره همکاري وکړي او طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

کريم خليلي دغه څرګندونې د وري په ١٤مه، د سولې په اړه د هېواد د سوېل لوېديځې حوزې  د علماوو کنفرانس ته وکړې.

په دې يو ورځني کنفرانس کې ددې حوزې واليانو، د ولايتي شورا رييسانو او غړو، د سولې د ولايتي کمېټو رييسانو او غړو، د علماوو د ولايتي شوراګانو غړو، قومي مشرانو او د سولې د عالي شورا  مرکزي مشرانو برخه اخيستې وه.

خليلي زياته کړه: " ډېر خوشحاله يم چې نن د کندهار په تاريخي ولايت او د احمدشاه بابا په کور کې ستاسو په وړاندې ولاړ يم، دلته راغلى يم، څو د احمد شاه بابا له کوره چې افغانستان يې رامنځته کړى، د سولې ابتدا له همدې ځايه وشي. "

نوموړي د افغانستان د سولې په اړه د هلمند ولايت د خلکو د سولې له خېمې او هلو ځلو څخه د ملاتړ اعلان هم وکړ.

د سولې دعالي شورا رييس وايي: " له سولې څخه موخه د طالبانو تسليمېدل نه دي، موږ غواړو  چې د سولې دا خوځښت د يو موج بڼه خپله کړي او دا موج به په هېواد کې دسولې انقلاب رامنځته کړي. "

هغه زياته کړه چې دلته د افغان وژنې جګړه روانه ده او له وسله والو طالبانو يې يو ځل بيا وغوښتل چې سوله وکړي.

  خليلي وويل چې په افغانستان کې د روانې جګړې قربانيان افغانان دي او بايد دغه بحران ته د پای ټکی کېښودل شي.

د نوموړي په وينا، بهرنيان په افغانستان کې سوله نه شي راوستلی؛ نو افغانانو ته په کار ده  چې په خپلو کې سره کيني او خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي.

د سولې عالي شورا مشر وويل چې له دواړو لورو افغانان وژل کېږي، دواړو لورو ته ځوانان وژل کېږي، دواړو لورو ته مسلمانان وژل کېږي او بهرنيانو ته په دې جګړه کې دومره زيان نه دی اوښتی، څومره چې په خپله افغانان زيانمنېږي.

کريم خليلي په ټينګار سره وويل، بهرنيان به يوازې د سولې له پروسې ملاتړ کوي، خو د سولې په مسايلو کې لاسوهنه او مداخله نه شي کولی.

هغه د کندهار له خلکو وغوښتل چې د سولې له شورا سره همکاري وکړي او طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.