کابل (پژواک، ١٥ ورى ٩٧): افغانستان او ازبکستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې دوه هوکړه ليکونه لاسليک کړي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د مخابراتو وزير شهزاد اريوبي ازبکستان هېواد ته د خپل سفر په جريان کې د شته اړيکو د پراختيا لپاره د ستراتيژيکو همکاريو دوه هوکړه ليکونه د ازبکستان د معلوماتي ټکنالوجۍ له وزير عظيم احمد خدايوف سره لاسليک کړل.
سرچينه کاږي، د دغو هوکړه ليکونو پربنسټ، دواړه هېوادونه يو له بل سره د قانون په چوکاټ کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د سکتور پياوړتيا، د اليکترونيکي حکومتولۍ (E-Governance) وده، د مخابراتي زېربناوو، د ټکنالوجۍ او پوسټي چارو پراختيا، د بورسونو تخصيص، د دواړو هېوادونو د مسلکي کسانو ترمنځ د تجربو تبادله، د ګډو پلانونو او نوښتونو پلي کول او د انټرنټ بندويت (Bandwidth) او د مناسبو نرخونو په برخه کې د همکارۍ رامنځ ته کول دي.
سرچينه زياتوي، په دې سربېره د افغان ټيلي کام شرکت رييس اجمل عيان او د ازبک ټيلي کام رييس فرخود روزيوف ترمنځ په داسې حال کې چې د افغانستان او ازبکستان د مخابراتو وزيران موجود وو، د همکارۍ يوه بله توافقنامه لاسليک شوه.
د خبرپاڼې په حواله، د دې هوکړه ليک پربنسټ، دواړه هېوادونه به د مخابراتي او انټرنټي سکتورونو د نوې ټکنالوجۍ، د مخابراتو او تخنيکي ميتودونو د شريکولو او معرفي کولو په برخه کې هم په ګډه کار کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن