جلال اباد (پژواک، ۱۵ وری ۹۷): په ننګرهار ولايت کې د بڼوالۍ د پرمختيا ملي موسسې له لوري د ۴۰ زره نيالګيو روزنې يوه لويه شنه خونه جوړه شوه او په هر موسم کې د نيالګيو د روزنې وړتيا لري.
دغه شنه خونه د کانال رياست اړوند د ثمرخېلو په قوريه جاتو (نرسريانو) کې ورغول شوه چې د ډېرو اسانتياوو او امکاناتو لرونکې ده.
د ننګرهار د کانال رييس غلام حضرت عبدالرحيمزي د يادې خونې د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې پخوا يې ۴۰زره نيالګي په پنځه جريبه ځمکه کې روزل؛ خو د دې شنې خونې په جوړېدو سره اوس ياد نيالګي يوازې په يو جريب ځمکه کې روزل کېږي.
دی وايي، دغه شنه خونه په هر وخت کې د نيالګيو د روزلو ظرفيت لري او په کمه ځمکه کې د ډېرو نيالګيو د روزلو تر ټولو غوره ځای دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د بڼوالۍ د پرمختيا ملي موسسې مشر نجيب الله عنايت وايي چې د نيالګيو روزلو دغه خونه تر ټولو غوره زمينه سازي کوي.
هغه زياته کړه، له يادې چارې موخه په ختيځ زون کې له بڼوالۍ ملاتړ دی چې تر اوسه د دې موسسې په مرسته ۹۰ جريبه ځمکو کې د بېلابېلو مېوه لرونکو بوټو باغونه رغول شوي دي.
په ختيځ کې د دې موسسې مشر محمد عزيز سعيدي وويل چې اوسمهال په دې شنه خونه کې ۴۰زره يو قسم نيالګي ايښودل شوي او وروسته به په کې د بېلابېلو سترسو قلمې پيوند او د باغونو جوړېدو په موخه به د کانال رياست په مختلفو ځمکو کې وکرل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن