ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستاني ځواکونو د کونړ په دانګام کې بمبار کړى

پاکستاني ځواکونو د کونړ په دانګام کې بمبار کړى

author avatar
4 Apr 2018 - 17:01
پاکستاني ځواکونو د کونړ په دانګام کې بمبار کړى
author avatar
4 Apr 2018 - 17:01

 

اسعد اباد (پژواک، ١٥ ورى ٩٧): پاکستاني ځواکونو د کونړ ولايت پر دانګام ولسوالۍ هوايي بريدونه کړي، خو تر اوسه ترې د مرګ ژوبلې راپور نه دى ورکړل شوى.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د ورى په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پاکستانۍ چورلکو نن  له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې د ډيورنډ له پولې را اوښتي او په دانګام ولسوالۍ کې يې هوايي بريدونه کړي دي.

خو هغه زياته کړه چې له نېکه مرغه په دغو بريدونو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د والي وياند دغه راز وويل چې پاکستاني ځواکونو له پرون راهيسې پر دغه ولايت ٣٦٣ نور توغندي توغولي چې له امله يې خلکو درانه مالي زيانونه اوښتي دي.

د هغه په وينا، په روانه اوونۍ کې د پاکستاني ځواکونو پر کونړ ولايت شاوخوا ١٠٠٠ توغندي توغول شوي چې له امله يې ٧ ملکي وګړي ټپيان او د خلکو فصلونه ويجاړ شوي دي.

د پاکستاني ځواکونو له خوا په داسې حال کې پر کونړ هوايي بريدونو شوي چې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار جنجوعه نن په اسلام اباد کې يو کنفرانس ته ويلي چې دوى د افغانستان خپلواکۍ او ارضي تماميت ته درناوى لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.