ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د باميان مدني فعالانو د هلمند له پرلت کوونکو ملاتړ څرګند کړ

د باميان مدني فعالانو د هلمند له پرلت کوونکو ملاتړ څرګند کړ

author avatar
4 Apr 2018 - 14:33
د باميان مدني فعالانو د هلمند له پرلت کوونکو ملاتړ څرګند کړ
author avatar
4 Apr 2018 - 14:33

باميان (پژواک، ۱۵ وری ۹۷): په باميان ولايت کې يو شمېر مدني فعالانو، د هلمند د اوسېدونکو د سولې غوښتنې حرکت د افغانستان د ټولو خلکو غږ وباله او له ټولو هېوادوالو يې وغوښتل چې د سولې او امنيت د ټينګښت لپاره دې خپل غږ پورته کړي.

د باميانو د مدني ټولنې مسوول اسماعيل ذکي چې د باميان ولايت په مرکز کې يې د مدني فعالانو په غونډه کې خبرې کولې، وويل چې جګړې د افغانستان خلک ستړي کړي او دغه تاوتريخوالي او نا امنۍ به تر کله  دوام ولري.

هغه زياته کړه: "د افغانستان په جګړه کې ښکېلي ډلې غواړي چې خپلې ستونزې دې د خبرو اترو له لارې حل کړي؛ ځکه جګړه د حل لار نه ده او که جګړه سل کاله هم دوام پيدا کړي، بيا به هم پايلې ته ونه رسېږي. "

د باميان د مدني فعالانو يادې غونډې يو پرېکړه ليک هم صادر کړ چې په کې له ښکېلو لورو غوښتل شوي چې د افغانستان د خلکو غږ ته لبيک ووايي او له جګړې دې لاس واخلي.

د دغه پرېکړه ليک په بله برخه کې له نړيوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له سازمانه غوښتل شوي چې  له افغانستان سره دې د سولې او امنيت په راوستو کې مرسته وکړي او د افغانستان د خلکو د سولې غوښتنې حرکت او غږ څخه دې ملاتړ وکړي.

د باميان يوه مدني فعال عبدال دانشيار وويل چې جګړې او تاوتريخوالي مو هېواد تباه کړ او ان پر راتلونکي نسل هم منفي اغېزې لري او د هلمند د خلکو د سولې غوښتنې ناره د افغانستان د ټولو خلکو غږ دی او له ټولو هېوادوالو غواړو چې د سولې غږ پورته کړي.

هغه زياته کړه چې د بشر په تاريخ کې هېڅ ستونزه له خبرو اترو پرته نه ده حل شوې او د دې پر ځای چې د هېواد اقتصادي زيربناوې مو لا پسې خرابې شي، د جګړې ښکېلې ډلې بايد پوه شي چې جګړه ويراني رامنځته کوي او پايله به هم ونه لري.

يو شمېر هلمنديانو چې ښځې هم ورسره دي، په لښکرګاه ښار کې له ځانمرګي بريد وروسته چې د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې لامل شو، د پرلت خېمې په درولو سره په هېواد کې د سولې د رامنځته کېدو غوښتونکي شول او د هلمنديانو دغه حرکت په هېواد کې له پراخو ملاتړو سره مخ شوی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.