لښکرګاه (پژواک، ۱۵ وری ۹۷): د نيمروز د اوسېدونکو له پرله پسې غوښتنو وروسته د هلمند چارواکي دې ته راضي شول چې د شپږو ورځو لپاره د کجکي سيند ټولې اوبه نيمروز ولايت ته ور پرېږدي.
د هلمند چارواکو دغه پرېکړه وروسته له هغه وکړه چې په تېرو څو ورځو کې پژواک خبري اژانس د څښاک او کرنيزو اوبو د کموالي په برخه کې د نيمروز د اوسېدونکو شکايتونه خپاره کړل.
خو بل لور ته د هلمند ولايت د مدني ټولنې غړي له دې پرېکړې سره مخالف دي او وايي چې دغه اوبه د نيمروز له لارې ايران ته ځي.
د هلمند مرستيال والي مجاهد الله صفاري د وري په ١٥مه خبريالانو ته وويل چې د نيمروز خلکو او چارواکو له دوى غوښتنه کړې چې د شپږ ورځو لپاره د کجکي سيند اوبه هغوی ته ورکړل شي.
هغه وايي: ((که څه هم چې په کجکي اوبه کمې دي خو موږ دغه کار د نيمروز د قومي مشرانو، ولايتي شورا او حکومتي چارواکو په غوښتنه کوو.))
د صفاري په وينا، د نيمروز اوسېدونکي د څښاک اوبه له کمښت سره مخ دي نو ځکه دوى د کجکي سيند ټولې اوبه د شپږو ورځو لپاره نيمروز ولايت ته ورکوي.
ده زياته کړه: ((که سېلابونه را نه شي په کجکي کې به هم دومره اوبه پاتې شي چې کبان او نور ژوي ژوندي وساتي، د ځمکو د خړوبولو او د برېښا د توليد لپاره به په کې اوبه نه وي.))
خو بل لور ته د هلمند د مدني ټولنې غړي له دې پرېکړې سره مخالف دي.
د هلمند مدني ټولنې رييس نظرمحمد رودي وايي چې د هلمند اوبه د نيمروز په پلمه بايد ايران ته ورکول کېږي.
هغه زياتوي: ((موږ له نيمروز سره مشکل نه لرو، خو دغه اوبه چارواکي د نيمروز په نوم ايران ته ورکوي چې دا لويه تېروتنه ده.))
دغه راز د مدني ټولنې بل غړی عبدالحق ځواکمن هم وايي چې د هلمند اوبه بايد ايران ته ور نه کړل شي.
هغه وايي: ((دغه اوبه نېغ په نېغه اول نيمروز او بيا ايران ته ځي چې په دې شکل د اوبو ورکړه له هلمنديانو سره لويه جفا ده.))
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د سينديزې حوزې عمومي رييس نجيب الله جويني پژاوک ته وويل چې د اصولو له مخې د هلمند د سيند شل سلنه اوبه بايد نيمروز ولايت ته ورکړل شي.
د ده په وينا، د نيمروز خلکو غوښتنه کړې چې د شل سلنې پر ځاى دى، هره مياشت د شپږو ورځو لپاره ټولې اوبه ورکړل شي، څو په اساسي توګه يې ستونزه هواره شي.
هغه وايي چې د هلمند چارواکو تر اوسه يواځې د يو ځل لپاره د نيمروز د خلکو دغه غوښتنه منلې ده.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((دا سمه ده چې نيمروز د اوبو ساتلو لپاره بند نه لري، خو دغه اوبه تر ايرانه نه رسېږي او ټول يې د نيمروز په چينو او ژورو څاګانو کې جذبېږي.))
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم د نيمروز اوسېدونکو په وار وار د څښاک اوبو له نشتوالي څخه شکايتونه کړي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن