ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ۱۶ تاریخي ابدې رغول کېږي

غزني کې ۱۶ تاریخي ابدې رغول کېږي

author avatar
4 Apr 2018 - 15:10
غزني کې ۱۶ تاریخي ابدې رغول کېږي
author avatar
4 Apr 2018 - 15:10

غزني ښار (پژواک، ١٥ ورى ٩٧): د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس وايي چې د روان کال په اوږدو کې به د دغه ولايت ١٦ تاريخي ابدې له سره ورغول شي.

غزني په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د لیبیا په پلازمېنه ترابلیس ښار کې د ۲۰۱۳ کال لپاره د اسلامي هېوادونو د اسلامي ثقافت پلازمېنه ونومول شوه .

په ٢٠١٣ کال کې يو شمېر هېوادونو له غزني سره مرستې وکړې چې په ترڅ کې یې د دغه ولايت ځينې ابدې ورغول شوې خو د وخت په تېرېدو سره دغو ابدو بېرته بيارغونې ته اړتيا پيدا کړه.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس بشير محمدي د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د روان کال په اوږدو کې به ١٦ هغه تاريخي ابدې ورغول شي چې زیانمنې شوې دي.

هغه زياته کړه: ((په ٢٠١٣ کال کې ډېرې مرستې وشوې، خو څومره چې تمه وه په هغې اندازه کار ونه شو، تاريخي ابدې په ښه ډول سره جوړې نه شوې، يواځې يې د شړېدو مخه ونيول شوه.))

محمدي نيوکه وکړه چې د ابدو د رغولو پيسې په غزني کې د نمايشي دروازو په جوړولو لګول شوې دي.

هغه وايي: ((د ابدو په پيسو ٤٠ دروازې جوړې شوې چې یوه یې تېر کال د زلزلې له امله ويجاړه شوه.))

د نوموړي په وينا، په غزني کې د ټولو ابدو د رغولو پلان يې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته استولى خو اوسمهال يې يواځې د ١٦ ابدو د جوړولو امر ورته کړى دى.

محمدي دا هم وويل چې په مقر ولسوالۍ کې د غازي امان الله خان ماڼۍ د جوړولو سروې هم بشپړه شوې او ډېر ژر به يې د بيارغونې چارې پيل شي.

خو بل لور ته په غزني کې يوه فرهنګپال اسدالله جلالزي پژواک ته وويل چې غزني يو تاريخي ولايت دى خو په دې سترګه ورته نه کتل کېږي.

هغه وايي چې د دغه ولايت ډېرى تاريخي ابدې د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او بيا رغولو ته اړتيا لري.

جلالزي زياته کړه: ((په ٢٠١٣ کال د اطلاعاتو او کلتور وزارت وويل چې ټولې ابدې له سره رغوي خو تر اوسه يې هېڅ هم نه دي کړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.