ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مچلغو بند جوړولو چارې به ژر پيل شي

د مچلغو بند جوړولو چارې به ژر پيل شي

author avatar
5 Apr 2018 - 17:00
د مچلغو بند جوړولو چارې به ژر پيل شي
author avatar
5 Apr 2018 - 17:00

ګردېز (پژواک، ١٦ ورى ٩٧): له اوږده ځنډ وروسته د مچلغو بند قراردادي شرکت پنځه روسي مسوولين پکتيا ته ورغلل او له ولايتي چارواکو سره يې د یاد بند جوړولو په اړه خبرې وکړې.

دوی د ولايتي چارواکو په ملتيا په احمدابا ولسوالي کې د مچلغو بند سيمې ته هم ولاړل، ساحه يې له نږدې وليده او ويې ويل چې په نږدې راتلونکي کې به د بند رغنيزې چارې پيل کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا والي شميم خان کټوازي د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بند جوړولو پر وړاندې هېڅ امنيتي يا بله ستونزه نشته او قراردادي کمپنۍ په پوره ډاډ خپلې چارې ترسره کولی شي.

کټوازی وايي چې د سيمې خلکو له وسله والو مخالفينو سره هم خبرې کړې دي چې د بند د چارو پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي.

کټوازی وايي: ((دا يوه نړيواله کمپنۍ ده چې د نړۍ په دوولسو هېوادونو کې يې بندونه جوړ کړي دي؛ دلته د ساحې او سيمې له خلکو سره د مشورو لپاره ساحې ته راغلو. د امنيت په برخه کې ولس هم پوره همکار دی او دلته پوره نظامي قوت هم شته او لا يې مجهز کوو؛ نږدې راتلونکي کې به ګردېز کې هم يو دفتر پرانيزي.))

د ولايتي شورا غړی او د يادې سیمې اوسېدونکی سخي جان وفايار وايي چې دا يوه ټولګټې پروژه ده او خلکو يې د امنيت تامين ته ژمن دي.

وفايار پژواک ته وويل چې د بند د چارو پر وړاندې هېڅ امنيتي ستونزه نه ده پېښه شوې، خو تر دې وړاندې شرکت د ناغېړۍ او فساد له امله د بند جوړولو رغنيزې چارې پرېيښې وې.

ده زياته کړه: ((د بند جوړېدل د ټول ولس غوښتنه ده، نن د شرکت مشران راغلي چې ساحه وګوري، چې څومره کار شوی يا نه دی شوی؛ له دغه بند څخه ډېره زراعتي او اقتصادي ګټه لاسته راځي.))

په افغانستان کې د پروجېکټ ډيزاين کمپنۍ مشر حامد پژواک ته وويل چې سيمه يې مطالعه کړې او د ډيزاين د چارو له شاوخوا پنځلس سلنه بشپړېدو سره به يې عملي چارې پيل کړي.

نوموړی د چارو د کيفيت ډاډ ورکوي او وايي که خلک او حکومت ورته امنيت تامين کړي، نو په ټاکل شوو درېیو کلونو کې به د بند چارې بشپړې کړي.

ده زياته کړه: ((موږ له خلکو سره د کيفيت وعده کوو او خلک دې له موږ سره د امنيت وعده وکړي. زموږ تخنيکي ټېم د ساحې په نوره مطالعه بوخت دی، کله چې ډيزاين لس، شل فيصده ته ورسېږي، له تاييد وروسته به کار شروع کړو.))

د مچلغو بند د جوړېدو قرارداد لومړی ځل شاوخوا اووه کاله مخکې په ۳۵ ميليونه ډالر د ګلف په نوم له يوه افغاني او بهرني ګډ شرکت سره شوی و، خو هغه مهال په دې پروژه کې د فساد او د شرکت د ناغېړۍ له امله يې چارې کلونه په ټپه ولاړې وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.