ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان لومړی وزیر سبا کابل ته راځي

د پاکستان لومړی وزیر سبا کابل ته راځي

author avatar
5 Apr 2018 - 16:55
د پاکستان لومړی وزیر سبا کابل ته راځي
author avatar
5 Apr 2018 - 16:55

کابل (پژواک، ١۶ ورى ٩٧): د پاکستان لومړى وزير شاهد خاقان عباسي د ولسمشر اشرف غني په رسمي بلنه د جمعې په ورځ کابل ته راځي.

تېره مياشت کابل ته د پاکستان د ملي امنيت د سلاکار ناصر جنجوعه د سفر پر مهال ولسمشر دغه بلنه ورکړې وه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا د وري په ١٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې لومړى وزير عباسي په يوه ورځني سفر سبا کابل ته ځي.

سرچينې زياته کړې، دغه سفر په داسې حال کې کېږي چې پاکستان د کابل پروسې کنفرانس پر مهال وسله والو طالبانو ته د سولې طرحه وړاندې کړه او پاکستان ترې ملاتړ وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې لومړى وزير عباسي به له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله سره پر دوه اړخيزو معاملو، پر دوه اړخيزو سياسي او اقتصادي اړيکو، ترهګرۍ او له نشه يي توکو سره پر مبارزې، د افغان کډوالو پر ستنېدو او افغان سولې پروسې په تفصيل سره خبرې کوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې دوى د افغانستان له اقتصادي پروګرامونو ملاتړ کوي، د زېربناوو په رغولو، ښوونې او روزنې، روغتيا او نورو سکتورونو کې به خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.

دغه راز سرچينې زياته کړې چې د دغه سفر پر مهال دواړو هېوادونو ته د سفر پر مهال د اسانتياوو پر رامنځته کېدو هم خبرې کېږي.

د دغه سفر پر اجنډا او يو شمېر نورو موضوعاتو باندې د خبرو اترو لپاره د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستياله مېرمن تهمينه جنجوعه څو ورځې مخکې کابل ته راغلې وه.

د افغانستان د حکومت سرچينې وايي چې د پاکستان له لومړي وزير سره په خبرو اترو کې به په ځانګړې توګه له طالبانو سره پر سولې او هغوى د سولې مېز ته پر راوستلو، هغه طالبان چې سوله نه غواړي، د هغوى پر ځپلو او د پاکستان او افغانستان پر اقتصادي همکاريو خبرې کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.