کندوز (پژواک، ١٦ ورى ٩٧): د پژواک خبري اژانس خبريال د کندوز ولايت دشت ارچې ولسوالۍ ته د وروستۍ پېښې د جزئياتو په موخه سفر کړى او په دې اړه يې بشپړ معلومات را ټول کړي دي.
د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ افغان امنيتي ځواکونو د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې پر يوې مدرسې بمبارد وکړ چې په ترڅ کې یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
طالبان او د سيمې اوسېدونکي وايي چې په دې پېښه وژل شوي کسان ټول عام وګړي دي، خو حکومت بيا وايي چې د ملکي وګړو تر څنګ د طالبانو يو شمېر مشرانو او د طالبانو د سرې قطعې غړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
رسنيو ته د طالبانو ايمېل
د يادې پېښې په سبا (سه شنبې ورځ) د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يو ليکلي پيغام په وسيله له رسنيو غوښتنه وکړه چې د دشت ارچي پېښه له نږدې وګوري او په دې اړه حقايق خپاره کړي.
مجاهد ويلي وو چې د رسنيو له استازو سره همکاري کوي او د لارې په اوږدو او سيمه کې به ورته هېڅ ډول ستونزه نه پېښېږي.
د مجاهد له همدغه پيغام سره سم د چهارشنبې په ورځ يو شمېر خبريالان دې چمتو شول، څو په دشت ارچي ولسوالۍ کې د پېښې ځاى ته سفر وکړي او له خلکو سره له نږدې خبرې وکړي.
د سفر پيل
چهار شنبې له غرمې مخکې لس بجې وې چې د پژواک خبري اژانس، کليد راډيو، طلوع، اريانا او ارزو ټلوېزيونونو خبريالان چمتو شول څو دشت ارچې ولسوالۍ ته سفر وکړي.
خبريالانو خپل د سفر موضوع د طالبانو له وياند ذبيح الله مجاهد سره شريکه کړه او هغه خبريالانو ته د ملا شاکر (مستعار نوم) په نوم د يو کس د ټيلېفون شمېره ورکړه او ورته ويل یې چې ټولې اسانتياوې به دوى ته برابرې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن