کابل (پژواک، ١٦وري ٩٧): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کورنيو چارو وزارت نقليه واسطې چې د دغه وزارت له چوکاټه بهر د يو شمېر مهمو افرادو، وکيلانو او مخورو په واک کې دي، له دې وروسته نه شي کولى څو د پوليسو په پلېټ او سريال شمېرو او د پوليسو مخصوص رنګ لرونکو رينجرو سره په ښار کې تګ راتګ وکړي.
هغه خبرپاڼه چې نن (د وري ١٦مه) د کورنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې کاږي، د پوليسو د معلوماتو له مخې، يو شمېر پوليس منسوبين، د دولتي لوړپوړو چارواکو او وکيلانو ځيني کسان او ډريوران چې د پوليسو تجهيزات او وسايط په واک کې لري، د پوليسو له يونيفورم نه په ګټې اخيستنې، له نمبر پلېټ پرته او د ترافيکي قوانينو په نه پام کې نيولو سره د هېواد په پلازمېنه او ولايتونو کې د هېوادوالو د ناخوښۍ لامل شوي او له بله اړخه کولى شي چې د ملي پوليسو موقف ته زيان واړوي.
سرچينې زېاته کړې ده، نو له دې کبله د کورنيو چارو وزارت نقليه وسايط چې د دغه وزارت له چوکاټ څخه بهر د ځينو مهمو کسانو، وکيلانو، قومي مشرانو او مخورو په واک دي، له دې وروسته نه شي کولی چې د پوليسو مخصوص رنګ رينجر موټرو له پلېټ او سريال نمبر سره تګ راتګ وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ګمرکاتو پوليس چې ماليې وزارت او سرحدي او عامه نظم پوليس چې ملي دفاع وزارت ته لېږدول شوي، تر اوسه هم د هغوى يو شمېر منسوبينو د کورنيو چارو وزارت اړوند وسايل او تجهيزات ياد وزارت ته نه دي سپارلي او همداراز پر وسايطو او يونيفورم يې د ملي پوليسو لوګو او نښانونه ټومبل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت ويلي چې دغه کار ځينو فرصت غوښتونکو ته د ناوړې ګټې اخيستنې لار هواروي.
د پوليسو نقليه وسايط چې نمبر پلېټ نه لري او همداراز هغه نقليه وسايط چې د کورنيو چارو وزارت له چوکاټه بهر د دغه وزارت پر لوګو او نښانونو سمبال دي، هغه کسان چې دا ډول موټر يې په واک کې دي، ترې غوښتنه کېږي څو دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي، د سرغړونې په صورت کې به له فرصت غوښتونکو او ناوړه ګټې اخيستونکو سره قانوني او جدي چلند وشي.
سرچينې ويلي، کوم کسان چې د کورنيو چارو وزارت موټر له پخوا په واک کې لري له هغوی هم په درنښت غوښتنه کېږي څو ياد موټر له ځنډ پرته د کورنيو چارو وزارت اړوند برخو ته وسپاري له دې پرته به له سرغړوونکو سره جدي او قانوني چلند وشي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن