د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په جوزجان کې شپږ داعشيان او څلور طالبان وژل شوي

په جوزجان کې شپږ داعشيان او څلور طالبان وژل شوي

Apr 05, 2018 - 16:19

شبرغان(پژواک،۱۶وری۹۷): د جوزجان امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په اقچې او درزاب ولسواليو کې د دولت د وسله والو مخالفينو تر منځ په نښتو کې ۶ داعشيان او ۴ طالبان وژل شوي او ۱۲نور ټپيان دي.

د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وايي چې داعش ډلې تېره شپه د درزاب ولسوالۍ په چاپېر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې جګړه د شپې تر دوو بجو روانه وه.

هغه زياته کړه چې په بريد کې د ملي اردو يو سرتېری هم ټپي شوی، خو نورو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او اوسمهال د دواړو لورو تر منځ نښته درېدلې ده او د بېرته پيلېدو احتمال يې شته دی.

خاشي دغه راز وويل چې د اقچې ولسوالۍ په اقچه کلي کې هم د نښتې پر مهال څلور طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه چې دغه بريد تېره نيمه شپه د طالبانو او  ولسي پاڅون کوونکو تر منځ رامنځته شو چې دوه پاڅون کوونکي هم وژل شوي او يو تن يې ټپي دی او د نوموړي کلي امنيتي پوستو نه تازه دمه ځواکونه رسېدلي دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د ۲وسله والو طالبانو د ټپي کېدو خبره تاييد کړه او ويې ويل چې ددولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د کره شمېرې په اړه معلومات نه لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan