شبرغان(پژواک،۱۶وری۹۷): د جوزجان امنيتي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په اقچې او درزاب ولسواليو کې د دولت د وسله والو مخالفينو تر منځ په نښتو کې ۶ داعشيان او ۴ طالبان وژل شوي او ۱۲نور ټپيان دي.
د جوزجان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحفيظ خاشي وايي چې داعش ډلې تېره شپه د درزاب ولسوالۍ په چاپېر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې جګړه د شپې تر دوو بجو روانه وه.
هغه زياته کړه چې په بريد کې د ملي اردو يو سرتېری هم ټپي شوی، خو نورو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او اوسمهال د دواړو لورو تر منځ نښته درېدلې ده او د بېرته پيلېدو احتمال يې شته دی.
خاشي دغه راز وويل چې د اقچې ولسوالۍ په اقچه کلي کې هم د نښتې پر مهال څلور طالبان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه چې دغه بريد تېره نيمه شپه د طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو تر منځ رامنځته شو چې دوه پاڅون کوونکي هم وژل شوي او يو تن يې ټپي دی او د نوموړي کلي امنيتي پوستو نه تازه دمه ځواکونه رسېدلي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد د ۲وسله والو طالبانو د ټپي کېدو خبره تاييد کړه او ويې ويل چې ددولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د کره شمېرې په اړه معلومات نه لري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن