ايبک (پژواک، ١٦ ورى ٩٧): د سمنګان په مرکز ايبک کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د دغه ولايت پنځه اوسېدونکي وژل شوي چې درې يې نارينه او دوې يې ښځې دي.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د ترافيکي پېښو مديريت د حادثاتو امر سمونوال عبدالرازق پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون ماښام شاوخوا ٧:٠٠ بجې يوه کرولا موټر د سمنګان- بغلان لويې لارې د شهيد اندخويي په سيمه کې له يوه ټانکر موټر سره ټکر وکړ.
نوموړى د موټر چلوونکو بې احتياطي، ګړندی تګ او د سړګونو تنګوالى د داسې پېښو لاملونه بولي.
د سمنګان ولايتي روغتون د بېړني واټ نوکريوال ډاکتر عبدالقيوم تلاش وويل چې د پېښې قربانيان د سمنګان اوسېدونکي وو چې مړي يې دغه روغتون ته ور لېږدول شوي وو او وروسته يې خپلو کورنيوته تسليم کړل.
د سمنګان د ترافيکو مديريت د معلوماتو له مخې، په وروستيو دوو اوونيو کې په دغه ولايت کې پنځو ترافيکي پېښو کې ١٣ کسان مړه شوي او ١٢ نور ټپيان دي.
د سمنګان والي عبداللطيف ابراهيمي له دې ترافيکي پېښو وروسته د ترافيکو مديريت ته دنده سپارلې وه چې د ترافيکي پېښو د مخنيوي او ترافيکي قوانينو د پلي کولو په موخه دې د کابل- مزار پر لويه لار د سمنګان اړند ساحه کې د تلاشۍ پوستې جوړې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن