ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خینو ولایتونو کې د دولت ۴۵ مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

په خینو ولایتونو کې د دولت ۴۵ مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
6 Apr 2018 - 13:07
په خینو ولایتونو کې د دولت ۴۵ مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
6 Apr 2018 - 13:07

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۹۷): د ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې د داعش د ځینو غړو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ وسله وال مخالفین وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت له خوا پژواک ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان ملي او دفاعي ځواکونو تېر ۲۴ ساعتونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې تهاجمي او تعرضي عملیات ترسره کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې د داعش غړو په ګډون ۲۵ وسله وال مخالفین وژل شوي او شل نور ټپیان شوي دي.

سرچینه وايي چې دغه عملیات د توپچي ځواکونو په ملاتړ په ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، غزني، اروزګان، زابل، بادغیس، کندوز، جوزجان، بدخشان او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي دي.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په اوو ولایتونو کې لس پلان شوي چاڼيز او ۶۶ ځانګړي عملیات په لاره اچول شوي او هوايي ځواکونو د ملي اردو ځواکونو په ملاتړ ۸۳ الوتنې ترسره کړې او د وسله والو مخالفینو پر مرکزونو یې درې بریدونه ترسره کړي دي.

د دولت وسله والو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.