کابل (پژواک، ١٨ ورى ٩٧) : د ترکيې د کورنيو چارو وزارت اعلان کړى چې نږدې ٦٠٠ تنه غير قانوني افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږي.
د ترکي رسنيو د راپورونو له مخې، دغه اعلان د ترکيې د کورنيو چارو وزارت د وري په ١٨مه کړى دى.
سرچينې زياته کړې چې هره ورځ سلګونه افغانان په غير قانوني توګه په خپل هېواد کې د نا امنيو له امله د ايران له لارې ترکيې ته ننوځي.
د ترکيې د کورنيو چارو وزارت ويلي، دوى په دې وروستيو کې دغه هېواد ته د راغليو غير قانوني کډوالو ارزونه کړې او په لومړي پړاو کې به ٥٩١ افغانان بېرته خپل هېواد ته ولېږي.
د راپورونو له مخې، دغه افغانان اوسمهال د ترکيې ختيځ ولايت ارزرم ولايت کې مېشت دي او له هغه ځايه نېغ په نېغه لېږل کېږي.
د کورنيو چارو وزارت ويلي، په نورو ولايتونو کې يې هم دا پروسه پيل کړې او ډېر ژر به له هغو ولايتونو څخه غير قانوني کډوال راټول او خپلو هېوادونو ته ولېږل شي.
بلخوا د بشري حقونو ځينو نړيوالو ادارو د ترکيې د حکومت پر دې پرېکړې نيوکې کړې او ويلي يې دي چې خپلو هېوادونو ته له لېږدلو سره ددې کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
د ترکيې حکومت ويلي چې هره ورځ سلګونه افغانان د ايران له لارې ددوى هېواد ته داخليږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن