کابل (پژواک، ١٨ ورى ٩٧) : د ترکيې لومړى وزير له افغان چارواکو سره د خبرو اترو لپاره په يوه رسمي سفر کابل ته راځي.
د حکومت يوې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د وري په ١٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ترکيې لومړى وزير بن علی یلدریم سبا (د يکشنبې په ورځ) کابل ته رسيږي.
سرچينې زياته کړه چې هغه به ولسمشر اشرف غني، اجراييوي رييس ډاکتر عبدالله عبدالله سره پر سولې ، ددواړو هېوادونو پر اړيکو او ترهګرۍ پر ضد پر مبارزې خبرې کوي.
دا افغانستان ته د ترکيې د ياد لومړي وزير لومړنى سفر دى.
بلخوا د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت يو پلاوى کابل ته راغلى دى.
سرچينې زياته کړې چې ددې پلاوي مشري د بهرنيو چارو وزارت د سوېلي او منځني اسيا د څانګې مسوول کوي.
که څه هم په دې خبرپاڼه کې نور جزئيات نه دي ورکړل شوي، خو ويل کېږي چې دوى د ترکيې د لومړي وزير د سفر پر اجنډا خبرې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن