د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لومړي ځل لپاره بلخ کې ديوې ناحيې مسووليت ښځې ته وسپارل شو

د لومړي ځل لپاره بلخ کې ديوې ناحيې مسووليت ښځې ته وسپارل شو

Apr 07, 2018 - 15:19

مزارشريف (پژواک، ۱۸وری۹۷): په مزارشريف ښار کې په لومړي ځل د يوې ناحيې د چارو د سمبالښت مسووليت يوې مېرمنې ته وسپارل شو.

مېرمن فريدې احمدي د وري په ۱۸مه، د مزارشريف ښار د پنځمې ناحيې د رييسې په توګه په دنده پيل وکړ.په همدې وياړ په مزارشريف ښاروالۍ کې غونډه جوړه شوې وه.

مېرمن فريدې احمدي د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دغې دندې د ګومارنې پرمهال له هېڅ خنډ سره نه ده مخ شوې.

نوموړې د سيمه ييزو ارګانونو له خپلواکې ادارې څخه مننه وکړه چې امر يې ورکړ او د ښاروالۍ مسوولينو يې په ټاکنه کې ځنډ ونه کړ.

د هغې په وينا، افغان مېرمنې لا هم د سنتي او ټولنيزو دودونو له امله خپلې وړتياوې نه شي ښودلى.

فريدې ځان نېکمرغه وباله چې دغه فرصت ورته پيدا شو.

نوموړې هيله وښوده چې د دې دنده به پر هغو فکرونو اغېز وکړي چې د ښځو چارو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

هغې ژمنه وکړه:((زه به هڅه کوم د خلکو حقوق چې له هر چا سره وي ترې واخلم او بېرته يې خلکو ته ورسوم.))

 مېرمن فريدې د پنځمې ناحيې له اوسېدونکو د مرستې غوښتنه وکړه.

د دغې ناحيې اوسېدونکي صفت الله محمدي پژواک ته وويل چې له ټولو جدي اړتيا يې د ناحيې پاکوالی دی.

نوموړې هيله وښوده چې د نوې رييسې په ټاکل کېدو به يې دغه ستونزه حل شي.

هغه ډاډ ورکړ چې د ناحيې ټول اوسېدونکي به د مېرمن فريدې ملاتړ کوي.

بلخوا د مزارشريف ښاروالۍ مسوولين وايي چې په ١٣٧٩ کال کې يې د ښاروالۍ په اداري تشکيلاتو کې د ښځو ونډې زياتېدو ته ځانګړى پام دی.

ښاروال محمد نصير عيني پژواک ته وويل، په پام کې لري چې د پاکوالي او د انجنيرۍ په برخو کې د ښځو ونډه زياته کړي.

نوموړي زياته کړه چې په روان کال کې به د مزارشريف ښاروالۍ اداري تشکيلاتو کې د ښځو ونډه له ۲۵ سلنې څخه ډېره وي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement