ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لومړي ځل لپاره بلخ کې ديوې ناحيې مسووليت ښځې ته وسپارل شو

د لومړي ځل لپاره بلخ کې ديوې ناحيې مسووليت ښځې ته وسپارل شو

author avatar
7 Apr 2018 - 15:19
د لومړي ځل لپاره بلخ کې ديوې ناحيې مسووليت ښځې ته وسپارل شو
author avatar
7 Apr 2018 - 15:19

مزارشريف (پژواک، ۱۸وری۹۷): په مزارشريف ښار کې په لومړي ځل د يوې ناحيې د چارو د سمبالښت مسووليت يوې مېرمنې ته وسپارل شو.

مېرمن فريدې احمدي د وري په ۱۸مه، د مزارشريف ښار د پنځمې ناحيې د رييسې په توګه په دنده پيل وکړ.په همدې وياړ په مزارشريف ښاروالۍ کې غونډه جوړه شوې وه.

مېرمن فريدې احمدي د يادې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر دغې دندې د ګومارنې پرمهال له هېڅ خنډ سره نه ده مخ شوې.

نوموړې د سيمه ييزو ارګانونو له خپلواکې ادارې څخه مننه وکړه چې امر يې ورکړ او د ښاروالۍ مسوولينو يې په ټاکنه کې ځنډ ونه کړ.

د هغې په وينا، افغان مېرمنې لا هم د سنتي او ټولنيزو دودونو له امله خپلې وړتياوې نه شي ښودلى.

فريدې ځان نېکمرغه وباله چې دغه فرصت ورته پيدا شو.

نوموړې هيله وښوده چې د دې دنده به پر هغو فکرونو اغېز وکړي چې د ښځو چارو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

هغې ژمنه وکړه:((زه به هڅه کوم د خلکو حقوق چې له هر چا سره وي ترې واخلم او بېرته يې خلکو ته ورسوم.))

 مېرمن فريدې د پنځمې ناحيې له اوسېدونکو د مرستې غوښتنه وکړه.

د دغې ناحيې اوسېدونکي صفت الله محمدي پژواک ته وويل چې له ټولو جدي اړتيا يې د ناحيې پاکوالی دی.

نوموړې هيله وښوده چې د نوې رييسې په ټاکل کېدو به يې دغه ستونزه حل شي.

هغه ډاډ ورکړ چې د ناحيې ټول اوسېدونکي به د مېرمن فريدې ملاتړ کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.