کابل (پژواک، ١٨ ورى ٩٧) : د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر سره په يوه ټيلېفوني اړيکه کې په ډاګه کړې چې له نظام څخه په کلکه ملاتړ کوي او د پیاوړتیا، بهبود او دوام لپاره يې ژمن دی.
د ملي امنيت شورا وياند او دستراتيژيکو اړيکو رييس قادر شاه د وري په ١٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر تېر ماښام د جمعيت اسلامي ګوند اجراييوي رييس او د بلخ پخواني ولي عطامحمد نور سره د ټيلېفون پر کرښه خبرې وکړې.
هغه زياته کړه، ددې خبرو په ترڅ کې حنيف اتمر هېواد او خلکو ته د عطامحمد نور خدمتونه او لاسته راوړنې وستايلې او زياته يې کړه چې هغه د هېواد په بحراني حالاتو کې پر ځای او معقولې پرېکړې کړې دي.
حنیف اتمر ويلي : ((زه عطامحمد نور ته د هېواد د سیاسي مشر په توګه ډېر درناوی لرم او د نظام په ټينګښت او بهبود کې د نوموړي سیاسي نقش مهم او د قدردانۍ وړ بولم. ))
عطا محمد نور د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له ټيلېفوني اړيکې څخه د مننې ترڅنګ ويلي چې تل يې د خپل هېواد خدمت کړی او د خلکو د ګټو د ساتلو لپاره هڅې کوي.
نوموړي همدارنګه ويلي چې له نظام څخه په کلکه ملاتړ کوي او د پیاوړتیا، بهبود او دوام لپاره یې ژمن دی.
د يادونې ده چې له ارګ څخه تر څو مياشتو ناندريو وروسته عطاء محمد نور ديوې هوکړې له مخې د بلخ ولايت پرېښود او پر ځاى يې نوى والي معرفي شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن