ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جوزجان کې د داعش عمومي مسوول قاري حکمت ووژل شو

په جوزجان کې د داعش عمومي مسوول قاري حکمت ووژل شو

author avatar
7 Apr 2018 - 16:24
په جوزجان کې د داعش عمومي مسوول قاري حکمت ووژل شو
author avatar
7 Apr 2018 - 16:24

 شبرغان (پژواک،١٨ورى ٩٧): په جوزجان ولايت کې د داعش ډلې عمومي مسوول قاري حکمت له خپل يو همکارسره د غوڅ ملاتړ ځواکونو په هوايي بريد کې ووژل شو.

قارى حکمت درې کاله وړاندې طالبانو ته کارکوه، بيا د دې ډلې له ديرش کسانو سره له طالبانو  جلا او داعش سره يې بيعت وکړ، لومړى يې لس ازبکستاني وګړي چې څلور مېرمنې او شپږ  نارينه په کې شامل وو، قوش تپه ولسوالۍ ته دعوت کړل، درزاب او قوش تپه ولسواليو کې يې د امنيتي ځواکونو او طالبانو پر وړاندې فعاليت پيل کړ.

هغه له دوه نيم کلونوڅخه وروسته بريالى شو چې طالبان له قوش تپه ولسوالۍ څخه بهر کړي او درزاب اوقوش تپه ولسواليو کې د خپلو کسانو لپاره روزنيز  ځايونه او پوځي اډې جوړې کړي.

تېرکال د قاري حکمت کسانو د سره صليب شپږ کارکوونکي ووژل، قوش تپه ولسوالۍ کې يې دوو کليو ته اور واچاوه، لسګونه دولتي او غيردولتي کسان يې د مرګ کومې ته ورکړل او د درزاب او قوش تپه ولسواليو زيات شمېر اوسېدونکي يې د کورونو پرېښودو ته اړل کړل."

 د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد"جوزجاني" له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پرمهال وويل :" قاري حکمت تېرماښام په داسې حال کې چې د داعش ډلې يو مهم کس او دوه بهرني وګړي هم ورسره وو، د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شو."

نوموړي زياته کړه چې د قاري حکمت کسانولومړى هغه د فروغ کلي کې خښ کړ، خو وروسته يې بيا نن سهار له دې کلي بېرته له خاورو را واېست او د درزاب ولسوالۍ بي بي مريم کلي ته يووړ او بيا يې خښ کړ.

جوزجاني په دوام وويل :"  د قاري حکمت په وژل کېدو سره ، افغان امنيتي ځواکونو دوولس کيلومتره د ولسوالۍ شاوخوا سيمې تصفيه کړې او قروغ او قزل قشلاق کلي يې ترې ونيول."

 امنيه قوماندان په ډاګه کړه چې ټاکل شوې قوش تپه او درزاب ولسواليو کې د مخالفينو د پټنځايونو له منځه وړلو لپاره، د درزاب – شبرغان نښلونکې لار د امنيتي ځواکونو د نقليه وسايطو تګ راتګ لپاره پرانيستل شي او دا کاري بهير به د وري مياشتې تر پايه عملي شي.

په ورته وخت کې د درزاب ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې قاري حکمت د طالبانو غضنفرڅانګې کسانو له لوري وژل شوى دى.

د درزاب ولسوالۍ د مغل کلي اوسېدونکي سميع الله پژواک ته وويل چې له څه مودې راهيسې د طالبانو او داعش ډلې کسانو تر منځ درزاب ولسوالۍ کې ستونزې رامنځ ته شوې وې او کله ناکله به خپلو کې په جګړه اخته کېدل.

 هغه وويل چې د غضنفر کسانو تېرماښام قاري حکمت او د هغه ساتونکى د فروغ کلي په اړوند سيمه کې وواژه.

نوموړى ادعا کوي چې ټاکل شوې وه تېره شپه شاوخوا درې بجې د قاري حکمت د مور د ټينګار له امله  د هغه قبر د درېيم ځل لپاره وسپړي او مړى يې له بي بي مريم کلي څخه ولېږدوي، خو د نوموړي يو شمېر نږدې کسانو د دې کار مخنيوى وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.