ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” ګرشک کې د وسله والو طالبانو د ځانمرګو بريدګرو مسوول وژل شوى”

” ګرشک کې د وسله والو طالبانو د ځانمرګو بريدګرو مسوول وژل شوى”

author avatar
7 Apr 2018 - 15:24
” ګرشک کې د وسله والو طالبانو د ځانمرګو بريدګرو مسوول وژل شوى”
author avatar
7 Apr 2018 - 15:24

لښکرګاه(پژواک،١٨ورى٩٧): د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ځانمرګو بريدګرو مسوول وژل شوى او د وسلو يوه زېرمه يې کشف او ترلاسه شوې ده.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوي چې د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري نن د وري په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته را لېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان امنيتي ځواکونو د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په مالګير سيمه کې عمليات کړي دي.

د سرچينې په حواله، په دغو عملياتو کې د ګرشک ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د ځانمرګو بريدګرو مسوول مولوي شريف وژل شوى او د عبدالکريم، عبدالغفار، قاري اسدالله او محب الله په نومونو څلور طالبان ژوندي نيول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دغو عملياتو کې د طالبانو د وسلو يوه زېرمه هم کشف او ترلاسه شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، له دې زېرمې څخه له چاودېدونکو توکو ډک يو موټر، شپږ موټر سايکلونه، د راکټ پنځه مرمۍ، دوه مخابرې، پنځه سوه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي، سل کيلوګرامه تارياک، پنځه بوشکه يي ماينونه او ځيني نور پوځي تجهيزات او وسايل ترلاسه شوي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د والي وياند عمرځواک پژواک ته وويل چې دغه عمليات دوه شپې وړاندې د ملي امنيت ځواکونو ترسره کړي دي.

ده هم وويل چې په دغو عملياتو کې څلور طالبان ژوندي نيول شوي او يوه اندازه چاودېدونکي او نور پوځي توکي د ملي امنيت ځواکونو لاسته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

هلمند د افغانستان تر ټولو نا امنه ولايت دى چې دا مهال يې د مرکز د ځينو سيمو په ګډون د شپږو ولسواليو کنټرول له وسله والو طالبانو سره دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.