ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سيغان ولسوالۍ نيمايي اوسېدونکي د اوبو له کمښت سره مخ دي

د سيغان ولسوالۍ نيمايي اوسېدونکي د اوبو له کمښت سره مخ دي

author avatar
8 Apr 2018 - 18:26
د سيغان ولسوالۍ نيمايي اوسېدونکي د اوبو له کمښت سره مخ دي
author avatar
8 Apr 2018 - 18:26

باميان (پژواک، ١٩ورى  ٩٧): باميان کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې د دغه ولايت د سيغان ولسوالۍ نيمايي اوسېدونکي د اوبو له کمښت سره مخ دي او ښايي سلګونه کورنۍ له همدې امله خپل کورونه پرېږدي .

د سيغان ولسوالۍ د قريو مدير عبدالجليل سيغاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دې ولسوالۍ کې له شپږ زرو کورنيو څخه ٣٨٣٠ يې د اوبو له کمښت سره مخ دي.

نوموړي زياته کړه: "له طبيعي پېښو سره د مبارزې ملي کمېټې په ګډون د يو شمېر بنسټونو له خوا ترسره شوې سروي ښيي چې د اوبو کمښت او وچکالي، سربېره له دې چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي، ښايي سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شي."

هغه وويل چې اوسمهال اوبه د تېرکال په پرتله، له نيمايي څخه ډېرې کمې شوې دي او کروندګر هم کرکيلې ته زړه نه ښه کوي او يو شمېر چينې هم وچې شوې دي.

سيغاني زياته کړه چې که حکومت او د ملګروملتونو اداره د خلکو دې ستونزې ته حل لار و نه لټوي، د سيغان اوسېدونکو اقتصاد به له نيمايي څخه هم راټيټ شي او زرګونه کورنۍ به د خپلو کورنيو لګښتونه برابر نه شي کړاى.

د سيغان ولسوالۍ اوسېدونکي محمدمبين پژواک ته وويل چې سږکال يې خپلې ځمکې نه دي کرلي، اوبه نشته او ځمکې شاړې پاتې دي.

هغه زياته کړه چې کروندګر د اوبو نشتون له امله د غنمو او کچالو کرکيلې ته زړه نه ښه کوي او ناهيلي دي چې د کرل شوي تخم په اندازه به حاصل ترلاسه کړي.

ياد کروندګر وويل، کومو کلونو کې چې اورښتونه هم وو، د سيغان ولسوالۍ کې د اوبوکمښت و، خو سږکال ورښت نه و، د څښاک اوبو ته لاسرسى به هم ستونزمن وي.

د باميان ولايت د سيغان ولسوال عمرخان بياني هم د شته وضعيت په اړه اندېښنه وښوده او ويې ويل چې وضعيت يې په ولايت کې له اړوندو ادارو سره شريک کړى او د اوبو کمښت د سيغان اوسېدونکي سخت زيانمن کړي دي.

هغه زياته کړه چې دسيغان ٩٠ سلنه اوسېدونکي کروندګر او مالدار دي، وچکالۍ د کرنې برخه زيانمنه کړې ان په غرونو کې د څارويو لپاره هم واښه نه شته، د سيغان اوسېدونکي له دې اړخه له زياتو ستونزو سره مخ دي.

د باميان والي وياند عبدالرحمن احمدي هم وويل چې داوبو کمښت او وچکالي په ټول ولايت کې شته .

نوموړي پژواک ته وويل چې د دې ستونزې حل لپاره بايد پراخ پلانونه ترلاس لاندې ونيول شي او د باميان سيمه ييزه اداره يوازې نه شي کولى چې په دغه ولايت کې د وچکالۍ او اوبو کمښت ستونزې ته حل لار ومومي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.