ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ډېر ژر به ترکيه کې د افغان سولې په موخه درې اړخيزه ناسته ترسره شي”

“ډېر ژر به ترکيه کې د افغان سولې په موخه درې اړخيزه ناسته ترسره شي”

author avatar
8 Apr 2018 - 19:13
“ډېر ژر به ترکيه کې د افغان سولې په موخه درې اړخيزه ناسته ترسره شي”
author avatar
8 Apr 2018 - 19:13

کابل(پژواک،۱۹وری۹۷):د ترکيې لومړي وزير کابل ته په خپل سفر کې د افغان سولې له پروسې څخه ملاتړ وکړ او ويې ويل چې ډېر ژر به په دغه هېواد کې د افغان سولې لپاره درې اړخيزه ناسته ترسره شي.

د ترکيې لومړى وزير بن علي يلدريم نن د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د حکومت له اجراييه رييس عبدالله عبدالله سره يې په ګډه خبري غونډه کې له افغانستان سره د سولې، ټيکاو،  اقتصاد او امنيتي برخو کې د مرستو پر دوام ټينګار وکړ.

هغه د خپل سفر موخه له افغان چارواکو سره ددوه اړخيزه سياسي او اقتصادي اړيکو ټينګښت وبلله او زياته يې کړه:" د ترکيې حکومت له وسله والو طالبانو سره د سولې په اړه د افغان حکومت د سولې له وروستي وړانديز څخه ملاتړ کوي، بايد طالبان له دې موکې څخه ګټه پورته کړي او د سولې بهير سره يوځای شي. "

نوموړي زياته کړه چې ترکيه د سولې او خبرو په اړه ښې تجربې لري او په دې برخه کې له افغان حکومت سره همکاري کوي.

هغه زياته کړه:" موږ ترهګرو ته اجازه نه ور کوو چې د سولې بهير ګډوډ کړي."

دغه لوړ پوړي ترکي چارواکو افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزير د وروستي سفر په اړه وويل چې دا په افغانستان او پاکستان کې د سولې لپاره يو ښه اقدام او ستر فرصت دی.

هغه د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې ډېر ژر به په ترکيه کې د افغان سولې په اړه د افغانستان، ترکيې او پاکستان درې اړخيزه غونډه جوړه شي.

نوموړي وويل چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو رامنځ ته کېدو لپاره هېڅ ډول هڅې نه سپموي.

د ترکيې لومړي وزير وويل چې په وروستيو دوو کلونو کې۱۵۰زره افغانان په غير قانوني ډول ترکيې ته داخل شوي او دغه هېواد يې تر يوې کچې له ستونزې سره مخ کړی دی.

نوموړي له ترکيې څخه د ياد شويو ځينو افغانانو د ايستلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په دې سفر کې د افغانستان له چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې کوي.

د ترکيې لومړي وزير دغه راز له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګريزو برخو کې د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينګار وکړ.

نوموړي وويل چې د روان زېږديز کال په راتلونکې مياشت کې په ترکيه کې د ګډې اقتصادي کمېټې(GSL) ناسته جوړېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.