ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جهادي او سیاسي مشرانو له پاکستان سره د مذاکراتو له پیله ملاتړ وکړ

جهادي او سیاسي مشرانو له پاکستان سره د مذاکراتو له پیله ملاتړ وکړ

author avatar
8 Apr 2018 - 19:31
جهادي او سیاسي مشرانو له پاکستان سره د مذاکراتو له پیله ملاتړ وکړ
author avatar
8 Apr 2018 - 19:31

کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٧): د هېواد يو شمېر جهادي او سياسي مشرانو له پاکستان سره د افغانستان د دولت د خبرو اترو له پيله ملاتړ وکړ.

له ارګه د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د خپلو مشورتي ناستو په لړ کې پرون ماښام د هېواد له یو شمېر جهادي رهبرانو، سیاسي مشرانو او د سیاسي ګوندونو له استازو سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې ولسمشر غني د سولې پروسې او له پاکستان سره د دولت له دولت سره مذاکراتو د پیل په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې.

هغه زياته کړه، د افغانستان حکومت د سولې طرحه له داخلي، سیمه ییز او بین المللي ملاتړه برخمنه ده او د سولې لپاره یې شرایط برابر کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د هېواد جهادي او سیاسي مشرانو هم د سولې او د دولت له دولت سره د مذاکراتو په اړه خپل لیدلوري څرګند کړل او هغه یې د دواړو هېوادونو د خلکو او دولتونو په ګټه وبلل او پر سیاسي اجماع او د داخلي، ملي او نړیوالو مسایلو په اړه د مشورو پر تداوم یې ټینګار وکړ.

ولسمشر غني وویل: ((زه پر مشورو معتقد یم او له سیاسي جریانونو، ملي شورا، مدني بنسټونو، رسنیو، ښځو او بېلابېلو اقشارو سره د مشورو لړۍ ته به ادامه ورکړم.))

د يادونې ده، ولسمشر څو څو ځلي ويلي چې غواړي له پاکستان سره نېغ په نېغه خبرې اترې وکړي او په همدې موخه څو ورځې مخکې د پاکستان لومړي وزير شاهد خاقان عباسي کابل ته سفر وکړ او دواړو لورو پر اوو اصولو موافقه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.