غزني ښار(پژواک،١٩ورى٩٧): د غزني په مُقر او ګيلان ولسواليو کې د څه باندې ٢٨ميليونه افغانيو په لګښت د دوو روغتيايي مرکزونو د ودانيو جوړېدو چارې پيل شوې.
د غزني والي عبدالکريم متين د وري په ١٩مه د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې د ١٤ ميليونو افغانيو په لګښت په مقر ولسوالۍ کې روغتيايي مرکز ته ودانۍ جوړيږي.
هغه وايي: (( پخوا هم دلته روغتيايي مرکز و، خو د خلکو لپاره يې بسنه نه کوله اوس مو ورته ارتقاء ورکړه.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې دغه روغتيايي مرکز به ٣٠ بستره هم ولري ترڅو اوسېدونکي نورو سيمو ته لالهانده نه شي.
والي دا هم وويل چې په دې ولسوالۍ کې د يو ګرځنده کلينيک ترڅنګ په ګداخېلو او اخوند سيمو کې دوه کلينيکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
هغه زياته کړه: (( دې کلينيکونو ته مو د څلور ميليونه افغانيو په ارزښت طبي وسايل هم اخيستي دي چې اوس به د خلکو ستونزې ډېرې کمې شي.))
د همدې ولسوالۍ اوسېدونکي نيک محمد پژواک ته وويل: (( دغه ولسوالۍ ګڼ نفوسه ده،ډېر خلک په کې ژوند کوي، نو په يو کلينيک به ډېر بيروبار و، نو اوس ښه شو چې د نورو د جوړېدو کار هم شروع شو.))
د هغه په وينا، دغه ولسوالۍ د کابل-کندهار پر لويه لار پرته ده چې ډېرى وخت د ترافيکي پېښو ټپيان هم د دى ولسوالۍ روغتون ته ور وړل کيږي.
دغه راز د غزني والي عبدالکريم متين دا هم وويل چې د ګيلان ولسوالۍ په جهانګير او وتلي سيمو کې دوه کلينيکونه ګټې اخيستنې ته وسپارل شول او د جنډې په سيمه کې د يو نوي روغتيايې مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې.
په دې اړه د غزني د عامې روغتيا رييس ډاکټر ظاهرشاه نيکمل وويل چې د جنډې د سيمې روغتيايي مرکز په عصري ډول جوړيږي چې څه باندې ١٤ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
هغه وويل، دوى کوښښ کوي چې د غزني په بېلابېلو سيمو کې خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي.
د ګيلان د جنډې سيمې اوسېدونکي عزت الله پژواک ته وويل چې د روغتيايي مرکزونو ترڅنګ ډاکټران او طبي وسايل هم بايد کلينيک ته ورکړل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن