د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

فراه کې د دولت تر کنټرول لاندې بندر کې د موټرو نوبت طالبان تنظیموي

فراه کې د دولت تر کنټرول لاندې بندر کې د موټرو نوبت طالبان تنظیموي

Apr 08, 2018 - 16:14

فراه (پژواک، ۱۹ وری ۹۷): د فراه ولايت د شيخ ابو نصر فراهي بندر کې د ايران او افغانستان ګډ بازار چې د دولت تر واکمنۍ لاندې دی، خو په دغه بندر کې د بار وړونکو موټرو نوبت وسله وال طالبان برابروي.

ځينې موټر چلوونکي وايي چې د دوی د موټرو نوبت له شاوخوا دوو کلونو راهيسې د طالبانو له خوا نيول کېږي او د طالبانو دغه اقدام د موټرو په نوبت کې د بې نظمۍ او د موټر چلوونکو تر منځ د شخړو د مخنيوي لامل شوی، خو د فراه د والي وياند دغه خبرې نه مني.

د شيخ ابو نصر فراهي بندر د فراه مرکز په ۱۲۳ کيلومترۍ کې د ياد ولايت په پشتکوه ولسوالۍ کې پروت دی. ځينې سرچينې وايي چې له دغه بندر څخه هېواد ته هره ورځ د سوداګرو مالونو کابو دوه سوه بار وړونکي موټر داخلېږي.

د حاجي سيد په نامه يو کس چې لارۍ موټر لري او له ياد بندر څخه د هېواد بېلابېلو سيمو ته سوداګريز توګي وړي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبان په ياد بندر کې فزيکي شتون نه لري، خو له دوو کلونو راهيسې يې په دغه بازار کې بار وړونکو موټرو لپاره د نوبت سيستم رامنځته کړی دی.

د نوموړي په وينا، که کوم موټر چلوونکی چې بې نوبتي وکړي، طالبان يې نغذي جريمه کوي او موټر يې په ملا لعلو سيمه کې (هغه سيمه چې طالبانو د ګمرک لارې په اوږدو کې جوړه کړې) د ۱۵ورځو لپاره دروي.

هغه د جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې طالبانو تر اوسه د سرغړونې له امله څو موټر د ۱۵ ورځو لپاره درولي او جريمه کړي دي.

د نوموړي په وينا، طالبانو خبرداری ورکړی چې که موټر چلوونکي د دويم ځل لپاره سرغړونه وکړي، موټر به يې وسوځول شي.

حاجي سيد وويل:" موږ ډېر خوشحاله يوو، جنجال نشته، هرڅوک د خپل نوبت له مخې موټر باروي، د چا پلار د بې نوبتۍ جرات نه شي کولای."

نوموړي ادعا وکړه چې پخوا په ياد شوي بازار کې د موټرو نوبت د ګمرک د مامورينو له خوا برابرېده، خو چا چې له کوم مامور سره پېژندګلوي درلوده، بې نوبتي يې کولای شوای.

حاجي سيد دغه راز وويل: "پخوا به د فراه اوسېدونکو موټر په يوه اوونۍ کې درې څلور ځلې بارېدل، خو د نورو ولايتونو د خلکو موټر به تر لسو ورځو پورې هم نوبت ته منتظر و، خو اوس فراهيان، کندهاريان او کابليان نه غواړي، نوبت، نوبت دی."

هغه زياته کړه: "اوس که هلته ماموران د موټرو لپاره بې نوبتي هم وکړي، موټر چلوونکي جرئت نه شي کولای چې تر ټاکلي وخت مخکې دې موټر بار او حرکت دې وکړي؛ ځکه پوهېږي چې له طالبانو څخه نه شي خلاصېدای."

امان الله چې باروړونکی موتر لري هم د حاجي سيد د خبرو په تاييد سره وويل: "موږ اوس ډېر راحت احساس کوو، په يوه اوونۍ کې مو د موټر نوبت را رسېږي، جنجال او بې نظمي اصلاً نشته ده."

د هغه په وينا، دغه نظم بايد دولت رامنځته کړی وای، خو دولتي مامورینو دغه کار ونه کړ، په دې برخه کې هم فساد شته او د "سلو افغانيو په بدل کې زموږ نوبتونه ګډوډوي."

په فراه ولايت کې يو مدني فعال محمد داوود حقيار هم د موټر چلوونکو خبرې تاييد کړې او دغه وضعيت يې د ګمرک د چارواکو لپاره" تور داغ وباله".

نوموړي هم وويل چې په بندر کې د موټر چلوونکو او سوداګرو لپاره د نظم رامنځته کول د حکومت دنده ده، خو د مالي او اداري فساد شتون، په تېره بيا عايداتي ادارو کې د خلکو لپاره ستونزې رامنځته کړې دي.

د فراه د ګمرک له چارواکو سره زموږ اړيکې ټينګې نه شوې، خو د فراه د والي وياند ناصر مهري د موټر چلوونکو هغه خبرې رد کړې چې ګواکې په ياد بندر کې د بار وړونکو موټرو د بارولو د نوبت سيستم د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا نيول کېږي.

د نوموړي په خبره، د شيخ ابو نصر فراهي په بازار کې د بار وړونکو موټرو د نوبت سيستم، له څو کلونو راهيسې د هغه جواز پر بنسټ د خصوصي سکتور له خوا نيول کېږي چې د فراه ولايت مقام په موافقې سره يې له ماليې وزارت څخه ترلاسه کړی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement