ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مدني فعالان: د دايکنډي د سولې شورا کمېټه دې لغوه شي

مدني فعالان: د دايکنډي د سولې شورا کمېټه دې لغوه شي

author avatar
8 Apr 2018 - 12:01
مدني فعالان: د دايکنډي د سولې شورا کمېټه دې لغوه شي
author avatar
8 Apr 2018 - 12:01

نيلي (پژواک، ١٩ ورى ٩٧): د دايکنډي ولايت يو شمېر مدني فعالان او خلک د دغه ولايت د سولې عالي شورا ولايتي کمېټې له کړنو شکايت لري او دغه اداره د سولې لپاره د زمينې مساعدولو او امنيتي وضعيت بدلون کې ناکامه بولي.

په دايکنډي کې مدني فعال حبيب الله هلمندي وويل چې د سولې عالي شورا يوه سياسي پروژه ده چې سياستوال يې د خپلو شخصي ګټو لپاره کاروي.

د هغه په خبره، که څه هم په ځينو ولسواليو کې د دولت وسله وال مخالفين فعاليت لري، خو د سولې عالي شورا تر اوسه پورې نه ده توانېدلې چې دغه ډلې د سولې پروسې ته را وبولي.

د دغه ولايت يوې بلې مدني فعالې زهرا عارفي پژواک ته وويل چې د دايکنډي د سولې کمېټه سولې ته د وسله والو مخالفينو په رابللو کې موثره نه ده او بايد لغوه شي.

د هغه په خبره، کوم کسان چې د دې شورا په ترکيب کې ګومارل شوي، له ځايي زورواکو سره اړيکه لري او د خلکو په منځ کې پوهه او اعتبار نه لري.

د نيلي ښار اوسېدونکي حميدالله رستګار وويل چې دغه شورا له اوچتو لګښتونو پرته د سولې د راتګ لپاره هېڅ لاسته راوړنه نه لري، بايد دروازه يې وتړل شي او دغه بنسټ ته ورکړې پيسې دې په نورو برخو کې ولګول شي.

دغه نيوکې داسې مهال مطرح کېږي چې اوسمهال د دولت وسله وال مخالفين د دايکنډي ولايت په سرحدي سيمو کې فعاليت لري او تر څنګ يې په اشترلي، ميرامور، خدير او سنګ تخت کې هم نا مسووله وسله والې ډلې وسله وال فعاليت لري.

په ورته وخت کې د دايکنډي ولايت د سولې شورا د ولايتي کمېټې مرستيال بومان علي شيربند د مدني فعالانو څرګندونې غير عادلانه وبللې او ویې ويل چې په تېرو کلونو کې د دې شورا د هڅو په پايله کې لسګونه وسله وال مخالفين حاضر شوي چې په دغه ولايت کې له تاوتريخوالي او مخالفت څخه لاس واخلي او له سولې سره يو ځاى شي.

شېربند ټينګار وکړ چې دغه شورا به په دغه ولايت کې له دولت سره د ځينو  مخالفو وسله والو ډلو د يو ځاى کېدو زمينه مساعده کړي او ډېر ژر به د سولې له پروسې سره يو ځاى شي.

له بلې خوا په دايکنډي کې د سياسي چارو کارپوه رحمت الله شريعتي باور لري چې جوړښتي ستونزه، د جدي څارنې نشتوالى او ځايي ادارې او خلکو ته د سولې عالي شورا ځواب نه ويل د دې شورا د فعاليتونو د ناکامۍ سبب شوي دي.

نوموړي زياته کړه چې د وړ کسانو ګومارنه او پر دغه شورا د حکومت اومدني بنسټونو جدي څارنه له شته ستونزو د وتلو يوازينۍ لار ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.