ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“په سمنګان کې لسګونه نا مسوولې وسله والې ډلې فعاليت کوي”

“په سمنګان کې لسګونه نا مسوولې وسله والې ډلې فعاليت کوي”

author avatar
8 Apr 2018 - 17:53
“په سمنګان کې لسګونه نا مسوولې وسله والې ډلې فعاليت کوي”
author avatar
8 Apr 2018 - 17:53

ايبک(پژواک، ١٩ ورى ٩٧): سمنګان ته د نا مسووله وسله والو بې وسلې کولو د څرنګوالي څېړونکى پلاوى په داسې حال کې دغه ولايت ته تللى چې سمنګانيان د نا مسووله والو والو ډلو د شتون په اړه اندېښنې لري.

د حکومت د اجرايي رياست، لويې څارنوالۍ، ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو، ملي امنيت، د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې او چارو ادارې له استازو جوړ شوى پلاوى له اداري فساد سره د مبارزې په چارو کې د ولسمشر د سلاکار محمد نادر محسني په مشرۍ سمنګان ولايت ته رسېدلى دى.

دغه پلاوي نن د سمنګان مرکز ايبک ښار کې له سلګونو تنو جوړه شوې غونډه کې چې ولايتي چارواکي، مدني فعالان او پخواني جهادي قوماندانان په کې وو، ګډون وکړ.

محسني وويل چې پلاوي ددې لپاره سمنګان ولايت ته سفر کړى چې د نا مسووله وسله والو د زياتوالي په اړه اندېښنې موجودې دي.

نوموړي همدارنګه څرګنده کړه چې پلاوى د نا مسووله وسله والو د بې وسلې کولو په موخه له بېلابېلو اقشارو سره خبرې اترې کوي او په دې اړه د خلکو نظريات را ټولوي.

د سمنګان والي عبداللطيف ابراهيمي په دې ناسته کې وويل چې په ولايت کې د طالب منلو روحيه منښت نه لري د نا مسووله وسله والو له شتون نه را پيدا شوې ستونزې د نورو ولايتونو په پرتله کمې دي.

نوموړي وويل چې ددې ولايت اداره د نا مسووله وسله والو د بې وسلې کولو په برخه کې د ولسمشر د حکم عملي کولو په موخه  هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

خو د سمنګان د ولايتي شورا رييس حاجي راز محمد په دغه ولايت کې د لسګونه نا مسووله وسله والو ډلو د شتون په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وويل:((د نا مسووله وسله والو ډلو شتون د هرې ورځې په تېرېدو سره ډېرېږي، په کليو کې يې شتون د خلکو د اندېښنې او جنايي جرمونو د ډېرښت سبب شوى دى.))

د هغه په خبره، دولت بايد نا مسووله وسله وال  کسان بې وسلې کړي او يا دې دغه کسان د ولسي پاڅونوالو په ډله کې په امنيتي ارګانونو کې تنظيم کړي، څو د دغه خپلسريو مخنيوى وشي.

هغه زياته کړه:((که داسې ونه کړي، د سمنګان ولايت امنيت به د نورو ولايتونو په څېر چې نا مسوول وسله وال په کې زيات دي، له ننګونو سره مخ شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.