د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"ډېر ژر به ترکيه کې د افغان سولې په موخه درې اړخيزه ناسته ترسره شي"

"ډېر ژر به ترکيه کې د افغان سولې په موخه درې اړخيزه ناسته ترسره شي"

Apr 08, 2018 - 19:13

کابل(پژواک،۱۹وری۹۷):د ترکيې لومړي وزير کابل ته په خپل سفر کې د افغان سولې له پروسې څخه ملاتړ وکړ او ويې ويل چې ډېر ژر به په دغه هېواد کې د افغان سولې لپاره درې اړخيزه ناسته ترسره شي.

د ترکيې لومړى وزير بن علي يلدريم نن د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او د حکومت له اجراييه رييس عبدالله عبدالله سره يې په ګډه خبري غونډه کې له افغانستان سره د سولې، ټيکاو،  اقتصاد او امنيتي برخو کې د مرستو پر دوام ټينګار وکړ.

هغه د خپل سفر موخه له افغان چارواکو سره ددوه اړخيزه سياسي او اقتصادي اړيکو ټينګښت وبلله او زياته يې کړه:" د ترکيې حکومت له وسله والو طالبانو سره د سولې په اړه د افغان حکومت د سولې له وروستي وړانديز څخه ملاتړ کوي، بايد طالبان له دې موکې څخه ګټه پورته کړي او د سولې بهير سره يوځای شي. "

نوموړي زياته کړه چې ترکيه د سولې او خبرو په اړه ښې تجربې لري او په دې برخه کې له افغان حکومت سره همکاري کوي.

هغه زياته کړه:" موږ ترهګرو ته اجازه نه ور کوو چې د سولې بهير ګډوډ کړي."

دغه لوړ پوړي ترکي چارواکو افغانستان ته د پاکستان د لومړي وزير د وروستي سفر په اړه وويل چې دا په افغانستان او پاکستان کې د سولې لپاره يو ښه اقدام او ستر فرصت دی.

هغه د جزيياتو له ورکولو پرته وويل چې ډېر ژر به په ترکيه کې د افغان سولې په اړه د افغانستان، ترکيې او پاکستان درې اړخيزه غونډه جوړه شي.

نوموړي وويل چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې او ټيکاو رامنځ ته کېدو لپاره هېڅ ډول هڅې نه سپموي.

د ترکيې لومړي وزير وويل چې په وروستيو دوو کلونو کې۱۵۰زره افغانان په غير قانوني ډول ترکيې ته داخل شوي او دغه هېواد يې تر يوې کچې له ستونزې سره مخ کړی دی.

نوموړي له ترکيې څخه د ياد شويو ځينو افغانانو د ايستلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې په دې سفر کې د افغانستان له چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه خبرې کوي.

د ترکيې لومړي وزير دغه راز له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګريزو برخو کې د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينګار وکړ.

نوموړي وويل چې د روان زېږديز کال په راتلونکې مياشت کې په ترکيه کې د ګډې اقتصادي کمېټې(GSL) ناسته جوړېږي.

هغه اجراييه رييس عبدالله عبدالله ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.

د افغان حکومت اجراييه رييس له افغانستان سره د ترکيې له مرستو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې په ترکيه کې به د ګډې اقتصادي کمېټې په درې اړخيزه غونډه کې برخه واخلي.

هغه زياته کړه چې د سوداګرۍ او پانګونو د پراختيا لپاره د ګډې اقتصادي کمېټې ناسته د د دواړو هېوادونو لپاره ډېره مهمه ده.

نوموړي له ترکيې څخه افغانستان ته د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال دوستم د را ستنېدو په اړه پوښتنې ته ځواب ورنه کړ، خو ډاکټر عبدالله وويل چې د ترکيې د لومړي وزير په دې سفر کې به پر ياده شوې موضوع خبرې وشي.

عبدالله دغه راز وويل چې په ترکيه کې افغان سفارت، له ترکيې څخه د غير قانوني افغان کډوالو د دواطلبانه را ستنېدو په اړه له کډوالو سره کتلي، د هغوی ستونزې يې له ترکيې چارواکو سره شريکې کړې او د دوی داوطلبانه را ستنېدو بهير دوام لري.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement