ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د خوست د ښځو په ژوند کې ښه والی، د فرهنګي ودې نښه ده

ولسمشر غني: د خوست د ښځو په ژوند کې ښه والی، د فرهنګي ودې نښه ده

author avatar
9 Apr 2018 - 15:45
ولسمشر غني: د خوست د ښځو په ژوند کې ښه والی، د فرهنګي ودې نښه ده
author avatar
9 Apr 2018 - 15:45

خوست (پژواک، ٢٠ ورى ٩٧): ولسمشر اشرف غني وايي، په خوست ولايت کې په بدو کې د نجونو ورکړه د صفر کچې ته رسېدلې ده او زیاتوي چې دا په دغه ولایت کې د فرهنګي ودې نښه ده.

ولسمشر اشرف غني چې نن سهار خوست ولايت ته راغلى، د دغه ولايت له ښځو سره يې وکتل.

د خوست ولايت ښځو له ولسمشر سره په بېلابېلو، په ځانګړي ډول د پوهنې، لوړو زده کړو، روغتیا، د ښځو اقتصادي ودې او له ښځو سره د تاوتریخوالي په برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.

د خوست والي حکم خان حبیبي وويل چې په خوست کې ۳۳۰زره زده کوونکي ښوونځي ته ځي چې سل زره یې هلکان او پاتې نور یې ټولې نجونې دي.

هغه زياته کړه، د ښځو د اقتصادي ودې لپاره یوه برنامه پيل شوې ده چې د مېرمنو رول په کې جوت دی او تر دې مهاله یې پنځه سوه کورنۍ تر پوښښ لاندې راوستلې دي او د لا پراخېدو په حال کې ده.

د خوست ولایت د ښځو چارو ريیسې ملالۍ ولي خوست ته د ولسمشر غني په راتګ خوښي څرګنده کړه او ښځو ته یې د هغه له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه.

هغې وویل، دا مهال زر ښځې په روغتیايي برخه کې له بېلابېلو ادارو سره په کار بوختې دي او په مجموعي توګه د تېرو کلونو په نسبت له ښځو سره په تاوتریخوالي کې دېرش سلنه کموالی راغلی او په بدو کې د نجونو ورکړه صفر ته راښکته شوې ده.

د خوست د ښځو چارو ريیسې زیاته کړه، په خوست ولایت کي د ښځو ۶۷۰۰ شوراګانې شته، غوښتنه دا ده چې د ښځو د اقتصادي ودې لپاره دې مرستندویه ادارې وهڅول شي چې د ښځو لپاره لنډمهاله او اوږد مهاله پروژې منظور کړي.

ولسمشر محمداشرف غني د ښځو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د خوست ښاروال ته په جدیت لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره د ښځو پارک بېرته ښځو ته وسپاري او د خوست والي ته یې لارښوونه وکړه چې د دغه پارک ټولې اقتصادي برخې دې ښځو ته وسپارل شي او په دغه پارک کې دې ښځو ته د تشبث زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه، تر ټولو ښه خبره دا ده چې سلګونه زره نجونې ښوونځیو ته ځي او په بدو کې د نجونو ورکړه صفر ته رسېدلې ده، دا په خوست ولایت کې د فرهنګي ودې نښه ده.

ولسمشر څرګنده کړه: ((د ښځو اقتصادي ودې ته موږ خاصه توجه کوو، د ولسي تړون برنامې له لارې به د خوست په ټولو ولسوالیو کې پروژې تطبیق شي چې ښځو ته په کې ځانګړې ونډه په پام کې نیول شوې ده.))

د نوموړي په وينا، د جلغوزو د ځنګلونو په بیا احیا او پروسس کار روان دی، همدارنګه د زیتونو او چارمغزو باغونه به جوړ شي چې ښځې کولای شي په دغه بهیر کې سهم واخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.