جلال اباد (پژواک، ۲۰ وری ۹۷): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، په جلال اباد ښار کې يوه کس د کورني تاوتريخوالي له امله خپله مېرمن، مور او پلار وژلي دي
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پېښه د جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اړوند په عبدالحق مېنه کې تېره شپه رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې چې تېر ماښام اووه بجې د نورمحمد په نوم يوه کس د کورني تاوتريخوالي له امله خپله مېرمنه، مور او پلار وژلي دي.
د ولايت مقام وايي چې قاتل د پولیسو له لوري نيول شوی او اعتراف يې کړی چې خپله مېرمن، مېرنۍ مور او پلار يې د تومانچې پر ډزو وژلي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر اوسه د پېښې اصلي لامل نه دی معلوم؛ خو له قاتل څخه پوښتنې او د پېښې ځای کې پلټنې پیل شوې دي.
د يو بل خبر له مخې، د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې نن سهار د قلندرخېل په سيمه کې د لفظي شخړې په پايله کې ډزې شوې چې له امله يې يو کس وژل شوى او يو بل ټپي دى.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ جنايي مدير فرهاد هاشمي پژواک ته وويل چې دا پېښه د اوبو پر سر رامنځته شوې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن