ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې لس طالبان وژل شوي

هلمند کې لس طالبان وژل شوي

author avatar
9 Apr 2018 - 13:31
هلمند کې لس طالبان وژل شوي
author avatar
9 Apr 2018 - 13:31

لښکرګاه (پژواک، ۲۰ وری ۹۷): په هلمند کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې لس وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي او ځيني سيمې هم امنيتي ځواکونو بېرته نيولې دي.

د ٢١٥ قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستيال دويم بريدمن نواب شاه ځدراڼ د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ امنيتي ځواکونو د نادعلي ولسوالۍ په شاول سيمه کې د نصرت په نوم عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې يو شمېر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځينې سيمې ترې هم امنيتي ځواکونو نيولې دي.

دغه راز د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان هم دغه عمليات تاييد کړل او ويې ويل چې په دغو عملياتو کې تر اوسه لس وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

دى وايي چې په عملياتو کې دوه ميله کلاشينکوفونه او يوه مخابره هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي او ٢٠ کړۍ ماينونه يې هم شنډ کړي دي.

خو بل لور ته د نادعلي ولسوالۍ د زرغون کلي اوسېدونکي جمال خان پژواک ته وويل چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې يې سيمه نا امنه وه.

هغه وايي: ((امنيتي ځواکونه راغلي خو په هر چا ډزې کوي چې د دې ډزو له امله د غنمو فصلونه هم زيانمن شوي دي.))

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي ويلي وو چې د نصرت د عملياتو په ترڅ کې به د لښکرګاه ښار د ځينو سيمو په ګډون په يو شمېر سيمو کې امنيت ټينګښت ومومي.

د يادونې ده، له تېرو دوه کلونو راهيسې د لښکرکاه ښار د دويمې او درېيمې حوزو اړوند د بشران او باباجي سيمو تر څنګ د نادعلي ولسوالۍ ډېرې برخې هم د طالبانو په کنټرول کې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.