د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني: د خوست د ښځو په ژوند کې ښه والی، د فرهنګي ودې نښه ده

ولسمشر غني: د خوست د ښځو په ژوند کې ښه والی، د فرهنګي ودې نښه ده

Apr 09, 2018 - 15:45

خوست (پژواک، ٢٠ ورى ٩٧): ولسمشر اشرف غني وايي، په خوست ولايت کې په بدو کې د نجونو ورکړه د صفر کچې ته رسېدلې ده او زیاتوي چې دا په دغه ولایت کې د فرهنګي ودې نښه ده.

ولسمشر اشرف غني چې نن سهار خوست ولايت ته راغلى، د دغه ولايت له ښځو سره يې وکتل.

د خوست ولايت ښځو له ولسمشر سره په بېلابېلو، په ځانګړي ډول د پوهنې، لوړو زده کړو، روغتیا، د ښځو اقتصادي ودې او له ښځو سره د تاوتریخوالي په برخو کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.

د خوست والي حکم خان حبیبي وويل چې په خوست کې ۳۳۰زره زده کوونکي ښوونځي ته ځي چې سل زره یې هلکان او پاتې نور یې ټولې نجونې دي.

هغه زياته کړه، د ښځو د اقتصادي ودې لپاره یوه برنامه پيل شوې ده چې د مېرمنو رول په کې جوت دی او تر دې مهاله یې پنځه سوه کورنۍ تر پوښښ لاندې راوستلې دي او د لا پراخېدو په حال کې ده.

د خوست ولایت د ښځو چارو ريیسې ملالۍ ولي خوست ته د ولسمشر غني په راتګ خوښي څرګنده کړه او ښځو ته یې د هغه له ځانګړې پاملرنې مننه وکړه.

هغې وویل، دا مهال زر ښځې په روغتیايي برخه کې له بېلابېلو ادارو سره په کار بوختې دي او په مجموعي توګه د تېرو کلونو په نسبت له ښځو سره په تاوتریخوالي کې دېرش سلنه کموالی راغلی او په بدو کې د نجونو ورکړه صفر ته راښکته شوې ده.

د خوست د ښځو چارو ريیسې زیاته کړه، په خوست ولایت کي د ښځو ۶۷۰۰ شوراګانې شته، غوښتنه دا ده چې د ښځو د اقتصادي ودې لپاره دې مرستندویه ادارې وهڅول شي چې د ښځو لپاره لنډمهاله او اوږد مهاله پروژې منظور کړي.

ولسمشر محمداشرف غني د ښځو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د خوست ښاروال ته په جدیت لارښوونه وکړه چې ژر تر ژره د ښځو پارک بېرته ښځو ته وسپاري او د خوست والي ته یې لارښوونه وکړه چې د دغه پارک ټولې اقتصادي برخې دې ښځو ته وسپارل شي او په دغه پارک کې دې ښځو ته د تشبث زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه، تر ټولو ښه خبره دا ده چې سلګونه زره نجونې ښوونځیو ته ځي او په بدو کې د نجونو ورکړه صفر ته رسېدلې ده، دا په خوست ولایت کې د فرهنګي ودې نښه ده.

ولسمشر څرګنده کړه: ((د ښځو اقتصادي ودې ته موږ خاصه توجه کوو، د ولسي تړون برنامې له لارې به د خوست په ټولو ولسوالیو کې پروژې تطبیق شي چې ښځو ته په کې ځانګړې ونډه په پام کې نیول شوې ده.))

د نوموړي په وينا، د جلغوزو د ځنګلونو په بیا احیا او پروسس کار روان دی، همدارنګه د زیتونو او چارمغزو باغونه به جوړ شي چې ښځې کولای شي په دغه بهیر کې سهم واخلي.

دغه راز ولسمشر د لوړو زده کړو وزیر ته لارښوونه وکړه، هغو ولایتونو کې چې ښځو ته د تحصیلي بورسونو په ورکړه کې خاصه پاملرنه، نه ده شوې هغوی ته دې لومړیتوب ورکول شي او د شیخ زاید پوهنتون دې و ارزول شي چې د ماسټرۍ برنامې پیلولو لپاره په کې شرایط اماده دي او کنه.

اشرف غني د غونډې په پای کې ښځو ته په خطاب کې وویل، ستاسو ښه والی دا دی چې له اسلامي او ملي ارزښتونو سره پوره بلدیت لرئ چې له همدغه ارزښتونو څخه د نجونو او ښځو په اقتصادي، فرهنګي او تعلیمي وده کې استفاده کولای شئ.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement