پل علم (پژواک، ۲۰ وری ۹۷): د ملي امنيت ځواکونو د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو د مالي مسوول په ګډون څلور مهم غړي نيولي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو تېره شپه د محمد اغې ولسوالۍ په سفيد سنګ سيمه کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د طالبانو څلور مهم غړي نيول شوي دي.
د صالح د معلوماتو له مخې، په نيول شوو کسانو کې د محمد اغې ولسوالۍ لپاره د طالبانو مالي مسوول ملا سنګين، د يوې لويې ډلې مشر ملا شريف، د غلچکي بريدونو مسوول حضرت ولي او د طالبانو يو بل مهم غړى ملا عزت الله شامل دي.
ده وويل چې له نيول شوو کسانو يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.
دغه راز د سفيد سنګ سيمې یوه اوسېدونکي جمشيد پژواک ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو د دوى په کلي کې پر يوه کور عمليات کړي دي.
هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل چې په دغو عملياتو کې څلور کسان نيول شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د لوګر محمد اغه ولسوالۍ د کابل سوېل ته په ٣٠ کيلومترۍ کې پرته ده چې د لوګر له نا امنو سيمو شمېرل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن