ښرنه (پژواک، ٢٠ ورى ٩٧): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي د دغه ولايت پوليس د جلغوزو د شنو ونو پر وهلو تورنوي او ټينګار کوي چې مخه يې بايد ونيول شي، خو امنيتي مسوولين بيا دغه څرګندونې ردوي.
د پکتيکا د زېړوک ولسوالۍ اوسېدونکي نعمت الله غمخور د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څه مودې راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتې سرتېرو له لوري د جلغوزو شنې ونې وهل کېږي.
هغه زياته کړه: ((سرتېري پر خپلسر دغه کار کوي او بيا د جلغوزو دغه ونې د لرګيو په سوداګرو خرڅوي.))
د همدې ولسوالۍ د وژانه سيمې اوسېدونکي يحيى ځدراڼ پژواک ته وويل: ((موږ څو ځلې د امنيتي ځواکونو له مسوولينو سره په دې اړه خبرې وکړې، خو تر اوسه يې چا مخه نه ده نيولې، هره ورځ پوليس راځي او د جلغوزو شنې وهي.))
د هغه په وينا، په دې ولسوالۍ کې قومي تړون شوى چې له مخې يې هېڅوک د جلغوزو د ونو وهلو اجازه نه لري خو امنيتې سرتېري په زور دغه کار کوي.
همدارنګه د ګيان اوسېدونکي مرسل پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ په ګيان دره کې د پوليسو او سرحدي ځواکونو له لوري د جلغوزو شنې ونې وهل کېږي.
د پکتيکا يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومتي چارواکو يې غوښتنه وکړه چې د امنيتي سرتېرو د دې کړنې مخه ونيسي.
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د کرنې رييس نورالله سباوون هم پرته له دې چې د چا نوم واخلي وويل چې په يو شمېر ولسواليو کې د جلغوزو شنې ونې وهل کېږي چې بايد مخه يې ونيول شي.
هغه وايي: ((دا موضوع مې څو ځلې د ولايت د رهبرۍ په غونډه کې هم ياده کړې خو تر اوسه يې په اړه اقدام نه دى شوى.))
ده وويل چې په سرروضه، ګيان، زېړوک، اومنه، نکه، ګومل او برمل ولسواليو د جلغوزو پراخ ځنګلونه لري چې د ونو ساتل يې د هر افغان دنده.
خو بل لور ته د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمود ارين بيا وايي چې امنيتي سرتېري په خپلسر د جلغوزو ونې نه وهي.
هغه وايي: ((په ډېرو ولسواليو موږ د ونو د ساتلو لپاره قومي تړونونه لرو چې له مخې پوليس او بل هېڅوک نه شي کولاى د جلغوزو ونې ووهي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن