ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اتصالات پیریدونکې د کرولا موټر ګټونکې شوه

د اتصالات پیریدونکې د کرولا موټر ګټونکې شوه

author avatar
10 Apr 2018 - 00:00
د اتصالات پیریدونکې د کرولا موټر ګټونکې شوه
author avatar
10 Apr 2018 - 00:00

کابل – د اپریل ۱۰مه ۲۰۱۸: د وفادارۍ پروګرام له لارې اتصالات خپل یو پیریدونکي د ۲۰۱۸ اپریل ۱۰مه د یو کرولا موټر ګټونکی اعلان کړ. ۶۰ کلنه میرمن فوزیه چې د کاپیسا ولایت اوسیدونکې ده د اتصالات د رهبرۍ په شتون کې د پچې اچونې له لارې د موټر ګټونکي وپیژندل شوه.

د افغانستان اتصالات اجراییوي مشر ډاکټر زرق الراس ګټونکي ته د مبارکۍ پرمهال وویل، چې اتصالات تل خپلې کړې ژمنو ته وفادار دی، او اتصالات هوډ لري چې افغانانو د پرمختګ لپاره لا غوره فرصتونه او په غوره کیفیت سره چوپړتیاوې وړاندې کړي.

د موټر ګټونکې میرمن فوزیه وویل، هیڅکله مې شخصي موټر نه درلود او تل به مې له ښاري ټرانسپورټ څخه ګټه پورته کوله.

نوموړې همدارنګه وویل، دا د یو خوب ریښتیا کیدل دي. اوس زه د یو موټر څښتنه یم او کولای شم هر ځای ته چې وغواړم سفر وکړم. له اتصالات څخه ډیره مننه، چې دا ستر فرصت یې موږ ته برابر کړی دی.

د ویلو وړ دی، چې اتصالات دا موټر د وفادارۍ د پروګرام له لارې خپل یو غوره چانس لرونکي پیریدونکي ته ورکړ. هغه پیریدونکي چې په اونۍ کې ۱۰۰ افغانۍ او یا هم له هغه څخه ډیر کریدیټ حساب مصرف کړي په ستره پچه اچونه کې د ګډون چانس ورکول کیږي.

د اتصالات وفادارۍ پروګرام خپلو پیریدونکو څخه د مننې کولو یوه لاره ده چې ددې لارې خپلو پیریدونکو ته  ارزښت وړ جایزې ورکوي. ددې لارې پیریدونکي د اتصالات چوپړتیاوو څخه په ګټې اخیستنې نمرې راټولوې او بیا کولای شي دا راټولې شوې نمرې د بیلا بیلو جایزو سر بدلې کړي، بیل ورکړي، هوايي ټکټ واخلي او یا هم د اړیکو لپاره دقیقې ترلاسه  کړي.

د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.

له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.

دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم  www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ

 

Visits: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.