ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو يو معيوب سرتېرى د حکومت له نه پاملرنې درديږي

د ملي اردو يو معيوب سرتېرى د حکومت له نه پاملرنې درديږي

author avatar
10 Apr 2018 - 16:46
د ملي اردو يو معيوب سرتېرى د حکومت له نه پاملرنې درديږي
author avatar
10 Apr 2018 - 16:46

نيلي (پژواک، ٢١ ورى ٩٧): د ملي اردو پخوانى سرتېرى حسين چې په دايکنډ‌ي ولايت کې د چاودنې له امله فلج شوى، په ډېرې ناهيلۍ د حکومت له نه پاملرنې سر ټکوي.

نوموړى چې د دايکنډي ولايت د مرکز نيلي اوسېدونکى دى، لس کاله يې د ملي اردو په ليکو کې په هلمند، کندوز، لوګراو غزني ولايتونو کې د خپلې خاورې او هېواد ساتنې لپاره دنده ترسره کړې ده.

خو حسين درې کاله وړاندې د دايکنډي ولايت په کجران ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنه کې د دواړو پښو له نعمت ځخه بې برخې شو،اوسمهال د کېناستو او درېدو وس نه لري او يواځې ٩ کلن زوى يې عليرضا له هغه سره مرسته کوي.

حسين له يوې نړۍ کرکې او ناهيلې سره چې د هغه د ناڅرګندې راتلونکې ښکارندوى ده، د خپل ژوند له ناوړه وضعيت او د ده په اړه د حکومت د کمې پاملرنې له امله شکايت کوي، نوموړي پژواک ته وويل: "د کار وړتيا نه لرم، د پنځه زره افغانيو په ارزښت مې لږ شيان چمتو کړي او د ورځې يوازې يو ساعت يې په لاس کې پلورم او له دې لارې خپلې څلورکسيزې کورنۍ ته يوه مړۍ خواړه برابروم."

د ژوند ناخوالو او بېوزلي د نوموړي د زړورتوب او نارينتوب څېره ځپلې ده، په ويرجنو خبرو يې زياته کړه: "زه په کرايي کور کې ژوند کوم او د خپلې درملنې توان نه لرم، څو ځلې مې د خپلې درملنې لپاره دفاع وزارت ته عرض وکړ، خو تر اوسه مې ژوند ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې."

حسين وويل که حکومت د درملنې شرايط ورته برابر کړي،چمتو دى چې بېرته د ملي اردو ليکو کې دنده ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد امنيتي مسوولين تل د ټپي سرتېرو درملنې لپاره په هېواد کې دننه او بهر د شرايطو برابرولو ټټر وهي.

د ملي دفاع وزارت د ويندوى دفتر سرپرست بريدجنرال محمد رادمنش پژواک خبرى اژانس ته وويل: "د ملي اردو هر منسوب چې ټپي کېږي، د درملنې لپاره ٤٠٠ بستريز روغتون ته لېږدول کېږي او هلته يې درملنه کېږي او که درملنه يې هېواد که ناشونې وي، له کومو هېوادونو سره چې تړونونه لرو، که هلته يې د درملنې امکان وي نو هماغه هېواد ته يې استوو."

نوموړي د حسين په اړه چې د ملي اردو منسوب و او دواړه پښې يې د ماين چاودنه کې له منځه تللې دي وويل چې ښايي د درملنې وړ نه وي، خو بيا دې هم ٤٠٠ بستريز روغتون ته مراجعه وکړي که ناروغي يې د علاج وړ وي په وړيا ډول يې درملنه کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.