چاريکار (پژواک، ٢١ ورى ٩٧): د پروان ولايت په سيدخېلو ولسوالۍ کې د جمعيت اسلامي يو پخوانى جهادي قوماندان محمداصف د ناپېژانده وسله والو په بريد کې ووژل شو.
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژانده وسله والو محمداصف نن د سيدخېلو بازار ته څېرمه وژلى دى.
دى وايي چې پر محمداصف بريدکوونکي تښتېدلي خو پوليس يې د نيولو هڅې کوي.
امنيه قوماندان وايي، چې د جمعيت ياد وژل شوي قوماندان دا مهال رسمي دنده نه لرله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن