ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د ملي اردو منسوبین په ميدان وردګو کې له خلکو سره ناوړه چلند کوي

خلک: د ملي اردو منسوبین په ميدان وردګو کې له خلکو سره ناوړه چلند کوي

author avatar
10 Apr 2018 - 16:21
خلک: د ملي اردو منسوبین په ميدان وردګو کې له خلکو سره ناوړه چلند کوي
author avatar
10 Apr 2018 - 16:21

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۹۷): ځيني خلک د ميدان وردګو ولايت په مرکز کې د ملي اردو ځواکونه له ناسم چلنده سر ټکوي، وايي چې دغه ځواکونه بې ګناه خلک ډبوي او د سپين ږېرو سپکاوى کوي.

د ميدان وردګو ولايت د مرکز ميدان ښار د کشميري کلا اوسېدونکي مطيع الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل- کندهار لويه لار د دوى په سيمه کې تېره شوې او د سيمې خلک د ملي اردو له ځواکونو چې د دې لارې ساتنه کوي، په تنګ راغلي دي.

هغه وايي چې وړمه جمعه (د وري لسمه) په دې سيمه کې د يادو ځواکونو پر موټر د ماين چاودنه وشوه.

دى ادعا کوي چې د ملي اردو ځواکونو تر چادونې وروسته پر باغونو او پټيو ډزې پيل کړې او د دې پروا يې نه کوله چې په باغونو او پټيو کې به ملکي خلکو ته زيان ورسېږي.

هغه وويل: "وروسته د کلي خوا ته راغلل، هر څوک يې چې ليدل په قونداغونو، لغتو او سوکانو يې وهل، ان ماشومان يې هم ووهل، سپين ږيري به يې له کوره را ايستل، کښنځلې به يې ورته کولې چې ولې دلته ماين اېښودل شوی."

د ده په وينا، د ملي اردو يادو ځواکونو په يو باغ کې وروسته له هغه چې د باغ دوه خاوندان يې وډبول، د هغوى د دوا پاشۍ ماشينونه او کراچۍ يې پر ډزو وويشتل.

د کشميري کلا بل اوسېدونکی ظفرخان د مطيع الله څرګندونې تاييدوي او وايي چې د ماين تر چاودنې وروسته د اردو ځواکونو دى او ١٣ کلن ورور يې په خپل کور کې د هغوى د مور په مخکې وډبول.

دی وايي: "مور مې ډېره ورته وچغېده، خو دوی زما د مور هېڅ پروا نه کوله، ورور مې يې ډېر کلک وهلی، زه يې هم د خپلې مور پر وړاندې سخت ووهلم او مور ته مې يې وويل چې موږ ستا د زوی شمېره واخيسته، که چېرې بيا داسې کار وشو نو زوی دې درته په مرميو ولم."

ياد دواړه کسان وايي چې په همدې ورځ د ملي اردو ځواکونه له اجازې پرته د يادې سيمې د يو اوسېدونکي (فضل الرحمن) کور ته ننوتل او د کور له بامونو يې د راکټونو او پيکا ډزې پيل کړې او د کور د ښځو او ماشومانو پروا يې نه ساتله.

د هغوى په وينا، د ملي اردو يادو ځواکونو د دغه کلي خلک ګواښلي چې که ولايتي او نورو چارواکو ته يې شکايت وکړ نو سزا به ورکړي.

د سيمي دغه اوسېدونکي وايي چې د اردو د کسانو له خوا وهل شوي او ځورول شوي کسان يو هم د دولت وسله وال مخالف نه دى او د اردو دا ډول کړنې د خلکو او حکومت تر منځ واټن رامنځته کوي.

مطيع الله وايي: "له حکومته غواړو چې که کوم جرم مو کړی وي، نو په دار مو دې وځړوي او که نه نو نور دې د عام ولس د ځورولو مخه ونيسي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.