کابل(پژواک،۲۱وری۹۷): د عامې روغتيا وزارت هېواد کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر زياتېدو په اړه د اندېښنې څرګندولو سره وايي چې اوسمهال د امکاناتو د کموالي له امله له هرو ۱۰ روږدو کسانو څخه د يو کس درملنه کېږي.
مشرانو جرګې نن خپلې غونډې ته له نشه يي توکو سره د مبارزې د څرنګوالي په اړه د سپيناوي لپاره له نشه يي توکو سره د مبارزې او عامې روغتيا وزيران، د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال او د کابل امنيې قوماندان ور بللي وو.
د مشرانو جرګې د عامه هوساينې کمېسيون مشر نثار احمد حارث وويل چې په هېواد کې د نشه يي توکو کرکيلې ډېرېدل، قاچاق او کارول د اندېښنې وړ دي او مسوولو بنسټونو له دې ښکارندې سره د مبارزې په برخه کې سم عمل نه دی کړی.
نوموړي د بېلګې په توګه په کابل کې د نشه يي توکو کاروونکو وضعيت ته اشاره وکړه او ويې ويل چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په کابل کې د روږدو کسانو شمېر ډېرېږي او دغه کسان په ډېر بد وضعيت کې قرار لري.
د کابل د خلکو استازي فرهاد سخي هم د پلازمېنې د پوليسو حوزو ځينې امران ا و سرتېري له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې پر بې کفايتۍ تورن کړل او ويې ويل چې په پلازمېنه کې د نشه يي توکو ازاد پلورل او کارول ډېر د اندېښنې وړ دي.
نوموړي زياته کړه:"په بادام باغ، پل سوخته، حضوري چمن، کابل سيند او د کابل ښار په نورو سيمو کې د روږدو کسانو خورېدل د مسوولو ادارو د کمزورتيا ښودنه کوي او بايد مسوول چارواکي په دې اړه ځواب ووايي. "
د کابل امنيې قوماندان پاسول محمد داوود امين وويل چې د کار له پيل څخه يې کابو دوه مياشتې تېرېږي، خو بياهم د کابل پوليس په دې وخت کې توانېدلي چې د نشه يي توکو د قاچاق او ساتنې په تور ۲۴۲کسان ونيسي.
نوموړي وويل چې د پلازمېنې پوليس، په تېرو دوو مياشتو کې د مسوولو ارګانونو په همکارۍ ۱۳۵۵پرنشه يي توکو روږدي کسان د درملنې لپاره روغتيايي مرکزونو ته لېږدولي او هوډ لري چې په دې برخه کې په لا ډېر جديت سره عمل وکړي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي د سناتورانو د اندېښنو په ځواب کې وويل:"نشه يي توکي يوه ملي ستونزه ده او حل يې د ټولو ادارو همغږۍ ته اړتيا لري. "
خو نوموړې زياته کړه چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت، د يوه پاليسي جوړونکي ارګان په توګه چې اجرايي قوه نه لري او بوديجه يې کمه ده، د نورو ارګانونو له همکارۍ پرته له دغې ښکارندې سره د مبارزې په برخه کې اغېزمن ګام نه شي پورته کولی.
د مېرمن عظيمي په وينا، په روان کال کې په هېواد کې د ترياکو د کرکيلې کچه ډېره شوې او د ۲۴ ولايتونو له ۱۷۰ډېرو ولسواليو ۳۲۸هکتاره ځمکه د ترياکو کرکيلې ته بېله کړای شوې ده.
وزيرې وويل چې د نا امنۍ او نشه يي توکو لپاره د نړيوالې تقاضا ډېرېدل، هغه مهم لاملونه دي چې له امله يې په هېواد کې د ترياکو کرکېله ډېره شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن