ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پژواک موندنې: د کابل ښار يو دولتي ښوونځی په خپله پر دولت پلورل کېږي

د پژواک موندنې: د کابل ښار يو دولتي ښوونځی په خپله پر دولت پلورل کېږي

author avatar
10 Apr 2018 - 11:41
د پژواک موندنې: د کابل ښار يو دولتي ښوونځی په خپله پر دولت پلورل کېږي
author avatar
10 Apr 2018 - 11:41

کابل (پژواک،٢١ ورى ٩٧): پژواک خبري اژانس موندلې ده چې يوه کس په جعلي اسنادو، په کابل کې د يو دولتي ښوونځي ځمکه پر خپل نوم ثبت کړې ده او له نورو سره په همکارۍ يې له يو خصوصي بانک څخه ٢،٦ ميليونه ډالره پور اخيستى دى.

د ستاره په نوم لېسه د کابل ښار د نهمې ناحيې اړوند په شش درک سيمه کې موقعيت لري، دا سيمه ارګ او د دفاع وزارت ته نږدې ده، د ښار له مرکزي سيمو بلل کېږي او املاک يې په لوړه بيه پېر او پلور کېږي.

د ستاره لېسې  د ملکيت اسنادو د جعل ادعا

د ستاره لېسې مديرې صفيه حيات پژواک خبرى اژانس ته وويل چې يوه کس د جعلي اسنادو په واسطه د ښوونځي ملکيت پر خپل نوم کړى او وروسته يې بيا له يو خصوصي بانک څخه سلګونه زره ډالره پور اخيستی دی.

نوموړې وويل: “د ستاره لېسې ځمکه د بانکي قرضې په ضمانت کې ورکړل شوې چې د معارف وزارت اړوند ده او دا ځمکه څو کاله وړاندې د هېواد پخواني لوى څارنوال سيد شرف الدين له لوري ښوونځي ته وقف شوې وه.”

د ستاره لېسې د مديرې په خبره، دغه ښوونځى په ١٣٢٦لمريز کال کې د کابل عليمردان باغ په ساحه  کې جوړ شو او په ١٣٥٧کال کې د شش درک ساحې اوسني ملکيت ته را ولېږدول شو، نږدې ٤٠ کاله کېږي چې په همدغه موقعيت کې فعاليت کوي.

خو مېرمن حيات د ښوونځي ځمکې د غصب د هڅو خبر ورکړ، ويې ويل: “د حاجي محمد رفېع په نوم يوه کس جعلي اسناد جوړ کړي او ويلې يې دي چې ځمکه او د ښوونځي ودانۍ يې د شرف الدين له ورثې څخه پېرلي دي او د دې درغلۍ له لارې توانېدلی د افغانستان له سوداګريز بانک سره په همکارۍ له ياد بانک څخه دوه ميليونه او ٦٠٠ زره ډالر پور واخلي.”

د پوهنې وزارت هم ادعا کوي چې ياد ملکيت وقف شوى او د دغه وزارت په وينا، ځيني کسان هڅه کوي څو دا ځمکه غصب کړي.

د پوهنې وزارت د نشراتو او اړيکو رييس کبير حقمل هم د مېرمن حيات د خبرو د تاييد تر څنګ وويل: “پور ورکوونکي بانک د پور ورکولو پر مهال د ښوونځي جايداد له نږدې نه دى ليدلى او د پوهنې وزارت له همغږۍ پرته يې دغه پور ورکړى دى.”

هغه زياته کړه: “موږ د ستاره لېسې ملکيت په اړه کافي اسناد او شواهد لرو، د لېسې  د ملکيت سجل، د صفايي اسناد او د برېښنا د لګښت بېلونه د دغه ښوونځي په نوم په واک کې لرو. د پوهنې وزارت ان په دوو پړاوونو کې د يادې لېسې رغولو لپاره ٥٠٠ زره ډالر لګولي دي.”

د کابل ښار د پوهنې رييس احمد ضمير ګوارا او د پوهنې وزارت د عمومي تعليماتو امر فضل احمد حيدري هم پژواک ته وويل  چې ياد ملکيت له ودانۍ سره د پوهنې وزارت ته وقف شوى او د ملکيت دعوا يې د ناوړې ګټې اخيستنې پر بنسټ شوې ده.

ياد ښوونځى چې د استوګنې ودانۍ په بڼه جوړ شوى، زوړ دى او تر اوسه څو ځلې رغول شوى، د  ظهور په نوم  د ستاره ښوونځي يوه ښوونکي وويل: “ځمکه او ودانۍ يې چې دوه پوړيزه ده، ١٠ خونې لري، ښوونځي ته وقف شوې وه، خو د وخت په تېرېدو سره ودانۍ يې په بشپړ ډول ويجاړه شوه او په ١٣٩٣ او ١٣٩٤ کلونو کې بيا ورغول شوه او څو نورې خونې يې شاوخوا جوړې شوې.”

د سيمې د خلکو نظر

د سيمې يوه اوسېدونکي محمداعظم پژواک خبرى اژانس ته وويل: “زما اولادونه له همدغه ښوونځي څخه فارغ شوي دي، زموږ ګاونډيانو په دغه ښوونځي کې زده کړې کولې، خو څوک چې د ملکيت ادعا کوي، اسناد يې جعلي دي؛ ځکه دا ځمکه وقف شوې ده او هېڅوک پرې دعوه نه شي کولى.”

هغه وويل: “موږ د پوهنې له وزارت او د حکومت له مشرتابه غواړو څو د غاصبينو مخنيوى وکړي او چا ته اجازه ور نه کړي چې د ښوونځي ځمکه غصب کړي.”

د شش درک سيمې شورا منشي محبوب احمدي وويل: “د سيمې ټول اوسېدونکي دا تصديقوي چې ځمکه ښوونځي ته وقف شوې ده او چا ته د غصب او پلور اجازه نه ورکوو.”

د ښاروالۍ د نهمې ناحيې د ګذر وکيلانو رييس ببرک ساپي وويل چې په دې سيمه کې د ځمکو د بيو لوړېدا لامل شوې څو ځيني خلک د  لېسې ځمکې د غصب هڅه هم وکړي.

د هغه په وينا، د ستاره لېسې شاوخوا ځمکې يوه بسوه (١٠٠ متره مربع) ځمکه له ٧٠ تر ١٠٠ زره ډالرو بيه لري.

ساپي زياته کړه: “زما په اند، د پوهنې وزارت د ناغېړۍ له امله دا ځمکه جنجالي شوې ده، د ارګ او ښوونځي تر منڅ نږدې زر متره واټن دى خو د ارګ په ګاونډ کې چور او تالان روان دى او حکومت تر اوسه نه دى توانېدلى چې مخنيوى يې وکړي.”

د ښاروالۍ د نهمې ناحيې د ګذر وکيلانو رييس ګواښ وکړ چې که دا ستونزه هواره نه شي، د سيمې اوسېدونکي به په مدني حرکتونو لاس پورې کړي، څو خپل غږ د ټولو غوږونو ته ورسوي.”

د ځمکې اخيستو د ادعا کوونکي نظر

د ستاره لېسې د ځمکې  د ملکيت مدعي حاجي محمد رفېع وايي چې د خپل شريک حاجي غياث الدين وکالت هم له ده سره دى، څو د يادې ځمکې په اړه خپله حقوقي دعوا پر مخ يوسي.

هغه وويل: “ياده ځمکه چې دوه جريبه (څلور زره متره مربع) ده، د سيد نصرالدين ورثې له وکيل څخه چې د شرف الدين پلار دى او د ملکيت اصلي خاوند دى، د ١٣٨٣ او ١٣٨٤ کلونو په جريان کې پېرلې ده.”

حاجي محمد رفېع زياته کړه: ” له ١٣٨٤ کال راهيسې د ځمکې ملکيت ترلاسه کولو لپاره له پوهنې وزارت سره جنجال لرو، پوهنې وزارت هغه مهال موږ ته دوه مياشتې وخت راکړ څو ځمکه موږ ته وسپاري، موږ يو کال وخت ورکړ او ان کرايه مو هم وا نه خيسته، خو يو کال وروسته مو د ځمکې ترلاسه کولو غوښتنه وکړه، ويې ويل چې ځمکه د سيد نصرالدين زوى، سيد شرف الدين له لوري ښوونځي ته وقف شوې ده.”

له بانک څخه د هغې ځمکې په نوم چې ملکيت يې نه دی ثابت، سلګونه زره ډالر پور اخيستل

په داسې حال کې چې مدعي کس تر اوسه د ښوونځي ځمکې ملکيت په اړه خپله ادعا نه ده ثابته کړې، خو توانېدلی چې د هغه سند په تضمين سره چې ويل کېږي د يادې ځمکې د ملکيت سند دی، د افغانستان سوداګرۍ بانک څخه سلګونه زره ډالر پور واخلي.

حاجي محمد رفېع تاييد کړه چې د افغانستان له سوداګرۍ بانک څخه د يادې ځمکې په نوم ډېر پور اخيستل شوی دی.

نوموړي وويل: “د افغانستان سوداګرۍ بانک خاوند جاوېد اندېش، زما وکيل حاجي احمد شاه (رکاء) ته چې په دغه بانک کې يې کار کاوه، دوکه ورکړې او د يادې ځمکې د سند په تضمين سره يې د حمزه کاکاخېل سوداګريز شرکت په نامه دوه ميليونه او ۶۰۰زره ډالره پور اخيستی دی.”

د حمزه کاکاخېل شرکت مشر حاجي احمد شاه (رکاء) د حاجي محمد رفېع د خبرو په تاييد سره وويل: “زه د جاوېد اندېش کار کوونکی وم، اندېش له ما څخه وغوښتل چې د خپل شرکت په نامه ۱۰۶ ميليونه افغانۍ (د دوه ميليونه او ۶۰۰زره ډالرو) معادل پور ورته واخلم، خو کله مې چې پيسې ورته واخيستې، نور د بېرته ورکړې لپاره نه دی حاضر شوی.”

نوموړي په ورته وخت کې ادعا وکړه چې د ارشاد، حج او اوقافو او پوهنې وزارتونو څخه داسې اسناد لري چې په کې دغو دواړو وزارتونو ويلي چې د يادې ځمکې د وقف په اړه اسناد په واک کې نه لري، هغه ادعا چې د دواړو وزارتونو له خوا رد شوې ده.

پژواک هڅه وکړه چې د دې قضيې په اړه د حاجي محمد رفېع د شريک حاجي غياث الدين نظر وپوښتي، خو ويل کېږي چې نوموړی له هېواده بهر تللی او ورسره د خبرو امکان برابر نه شو.

سربېره پر دې، د دې ادعا په اړه د سيد نصرالدين او سيد شرف الدين د ورثې په نظر اخيستو کې د پژواک هڅو کومه نتيجه ور نه کړه.

د افغانستان سوداګرۍ بانک د مشر له خوا د هغه د وکيل حاجي محمد رفېع د ادعا رد

د افغانستان سوداګرۍ بانک مشر جاوېد اندېش د حاجي محمد رفېع د خبرو په ردولو سره پژواک ته وويل: “حاجي محمد رفېع نه يوازې د افغانستان له سوداګريز بانک سره لوبه کوي، بلکې له نورو بانکونو سره يې هم همدا کار کړی او تر اوسه يې په بېلابېلو بانکونو کې ستونزې نه دي حل شوې.”

نوموړي وويل: “حاجي محمد رفېع د افغانستان سوداګرۍ بانک يو اصلي ونډه لرونکی دی، خو ونډې يې د خپلو وروڼو په نوم ثبت کړې او دغه دوکه باز شخص چې کله د بانک مشر و، پر خپل صلاحيت يې پورونه اخيستي، هغه په دغه کار کې ډېر زيات مهارت لري.”

اندېش زياته کړه: “مهمه خبره دا ده چې نوموړي د يوې داسې ځمکې لپاره چې کابو ۴۰ کاله پخوا ښوونځي ته وقف شوې وه، جعلي قباله جوړه کړې ده او په نوم يې له بانک څخه دوه ميليونه او شپږ سوه زره ډالره پور اخيستی او کله چې بانک غوښتل ځمکه وويني، ويلي يې دي چې هلته د بهرنيانو مېلمستون دی او د داخلېدو او عکس اخيستو اجازه نه ورکوي.”

جاوېد اندېش زياته کړه: “اوسمهال د بانک ۵۳ سلنه ونډه زما ده او پاتې يې د سيد محمدشاه او حاجي محمد رفېع ده چې د خپلو وروڼو (ارين عظيمي او محمد سليم عظيمي) په نومونو يې ثبت کړې ده.”

د افغانستان د خصوصي بانکونو ټولنې اجراييه رييس نجيب الله اميري تاييد کړه چې حاجي محمد رفېع په لومړيو کې په دغه بانک کې چې هغه مهال يې په بل نوم فعاليت کاوه، اصلي ونډه لرونکی و.

خو کله چې له اميري څخه د بانک د پخواني او اوسني مشر د ونډې په اړه پوښتنه وشوه، څو د دواړو لورو ادعاګانې و ارزول شي، وويل چې په دې اړه نور معلومات نه شي وړاندې کولای.

د حقوقپوهانو ټولنه او د ملکيت له دعوه يي سنده استفاده غير قانوني بلل

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې اجرايي مشر عين الدين بهادري وويل چې لانجمن ملکيت هېڅکله نه شي کېدای د بانکي تضمين په توکه وکارول شي.

نوموړي د ستاره لېسې مدير او د سيمې د ځينو اوسېدونکو له خوا د مطرح شوو اندېښنو په ځواب چې ښايي د پور د نه ورکولو په صورت کې بانک د ښوونځي ځمکه وپلوري، وويل: “دغه کار ناشونی دی؛ يعنې څو چې د ځمکې د مالکيت د ثبوت په اړه د درې ګونو محکمو ټول قانوني پړاوونه نه وي وهل شوي، د دولت په ګډون  هېڅوک حق نه لري چې دا ډول ځمکې وپلوري.”

د  ارشاد، حج او اوقافو وزارت له خوا د مدعي د څرګندونو رد

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت يوې سرچينې پژواک ته وويل: “داسې ښکاري چې مدعي کس د حج او اوقافو په رياست کې هم نفوذ کړی او سند يې ترې اخيستی، خو په دغه سند کې په څرګنده نه دي ويل شوي چې ياده ځمکه نه ده وقف شوې او د حج او اوقافو رياست پخواني مشر نه ده مشخصه کړې چې د کوم سند له مخې او کومو کلونو د کتابونو له مخې دغه ځمکه د ستاره ښوونځي په نوم نه ده وقف.”

د قضيې د وکيل په توګه د عدليې وزارت نظر

خو د عدليې وزارت وياند امان رياضت پژواک ته وويل، د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، ياده ځمکه د سيد نصرالدين (د سيد شرف الدين پلار) په نوم ثبت شوې او سيد شرف الدين دغه ځمکه ستاره لېسې ته وقف کړې ده.

نوموړي وويل: “خو اوس د حاجي غياث الدين او حاجي محمد رفېع په نومونو دوو کسانو اسناد وړاندې کړي او ادعا لري چې د ښوونځي ملکيت يې د سيد نصرالدين ورثې له وکيل څخه اخيستی دی.”

د عدليې وزارت وياند زياته کړه:” قضيه اوس په استيناف محکمه کې تر څېړنې لاندې ده او پايله به يې ډېر ژر مشخصه شي.”

رياضت وويل چې د عدليې وزارت له پوهنې وزارته غوښتي چې دوی ته دې د ياد ښوونځي د ځمکې په اړه نور اسناد وړاندې کړي، څو دغه وزارت وکړی شي چې د قضيې د وکيل په توګه ترې دفاع وکړي.

د پوهنې وزارت د نشراتو او اړيکو رييس حقمل د عدليې وزارت په ځواب کې وويل: “د ۱۳۹۶ کال د کب په ۲۰مه نېټه مو د دولت د قضيو عمومي رياست ته مکتوب ورکړی چې له ۱۳۵۸کاله تر اوسه پورې دغه ځمکه د پوهنې وزارت په ملکيت کې وه او ده.”

د حقمل په وينا، د ۱۳۷۱ او ۱۳۷۲کلونو په اوږدو کې د کابل د پامير سينما په ساحه کې د پوهنې وزارت د ملکيتونو اسنادو له سوځېدو وروسته، فرصت غوښتونکو هڅه کړې چې له دې موکې ناسمه ګټه پورته کړي او د ستاره لېسې د ځمکې په ګډون د پوهنې وزارت  ځيني ملکيتونه غصب کړي.

د پوهنې وزارت د نشراتو او اړيکو رييس هغه سند ته په اشاره چې مدعي وايي د پوهنې وزارت له تعميراتو رياسته يې د ښوونځي د ځمکې نه وقفېدو په اړه ترلاسه کړی، وويل: “دغه سندجعلي نه دی او په کې ليکل شوي چې د کابل ښار په شش درک سيمه کې د ستاره لېسې ودانۍ د نه وقفېدو په اړه کوم سند له دغه رياست سره نه دی موجود، دغه متن په دې معنا نه دی چې په دې اړه په ټول معارف وزارت کې سند نشته، بلکې موږ د معارف په ارشيف کې د صفايي کتابچې، د برېښنا بېلونه او د ښوونځيو نقشې په واک کې لرو.”

د ځمکې  د ملکيت مدعي حاجي محمد رفېع ويلي چې د کابل د دويمې حوزې لومړنۍ محکمې يې اسناد تاييد کړي دي او د دوى (ادعاکونکو) په ګټه يې رايه ورکړې ده، خو حقمل وايي چې د پوهنې وزارت به هېڅکله د دغه ښوونځي د ځمکې غصب ته  اجازه  ور نه کړي او هوډ لري چې په ټول وس به په محکمه کې په دې برخه کې له خپلو حقونو دفاع وکړي.

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.