مهترلام (پژواک، ۲۱ وری ۹۷): لغمان ولايت کې په ۳۴۱ جريبه ځمکه د ښوونکو لپاره نوی ښارګوټی جوړېږي چې ۶۲۱ نومرې به ولري.
د ياد ښارګوټي د نومرو د وېش چارې د وري په ۲۱مه د دغه ولايت د قرغيو ولسوالۍ اړوند د خروټو په سيمه کې پيل شوی.
په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د لغمان والي محمد اصف ننګ ښوونکو ته وويل چې د خپل ماموریت پر مهال به هڅه وکړي څو د ښوونکو اساسي غوښتنو او اړتیاوو ته پر خپل وخت رسېدنه وکړي.
ننګ زیاته کړه، تر هغو چې ښوونځی نه وي او د ښوونکو ژوند ته اساسي توجه ونه شي نو تعلیمي کچه په هېڅ صورت نه ښه کېږي.
د لغمان ولايت د پوهنې رييس عبدالله حمیدي وویل، د ولسمشر د ځانګړې پاملرنې او د ولایت مقام په لارښوونه یې د ښوونکو د اقتصادي ملاتړ او د هغوی د لاسنیوي په موخه دغه لړۍ عملاً پیل کړې، څو ښوونکي د استوګنیزو نومرو خاوندان شي.
هغه زياته کړه، دغه ځانګړی ښارګوټی په ۳۴۱ جريبه ځمکه کې جوړېږي او ۶۲۱ ښوونکو ته به د استوګنې نومرې ورکړل شي.
د ښوونکو په استازیتوب د قرغيو د مرکزي لېسې استاد محمد هاشم وويل چې د ياد ښارګوټي جوړېدل به د ښوونکو د سرپناه ستونزو د حل برخه کې ډېره همکاري وکړي؛ خو د دې تر څنګ يې ښوونکو ته د يو منظم ترانسپورټي سيستم رامنځته کېدو غوښتنه هم وکړه.
د يادونې ده، تېر کال د قرغيو ولسوالۍ سلګونو ښوونکو د ځمکې د نومرو او د ښارګوټي د پرانيستلو لپاره څو ورځې د احتجاج په توګه ښوونځي تړلي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن