د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې ناپېژاندو وسله والو د يوې لېسې ځينې برخې سوځولې دي

ننګرهار کې ناپېژاندو وسله والو د يوې لېسې ځينې برخې سوځولې دي

Apr 10, 2018 - 11:08

جلال اباد (پژواک، ۲۱ وری ۹۷):د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسله والو د يوې لېسې ځينې برخې سوځولې دي.

د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول محمد اصف شينواري د وري په ۲۱مه پژواک  خبرى اژانس ته وويل چې تېره شپه ناپېژاندو وسله والو د مومندرې ولسوالۍ اړوند د هزارناو لېسې اداري خونه سوځولې ده.

هغه وايي، د وسله والو شمېر د دوولسو تنو په شاوخوا کې و او کله چې لېسې ته ورغلي د لېسې دوه بې وسلې ساتونکي يې تړلي، د لېسې اداري خونې ته يې اور اچولى او نور په خپله مخه تللي دي.

 په دې اور اچونه کې يوازې په اداره کې موجود دفتري توکي سوځېدلي نورې ودانۍ او وسايلو ته هېڅ زيان نه دى رسېدلی.

نوموړي د پوهنې رياست په استازيتوب له امنيتي او کشفي ادارو او قومي مخورو وغوښتل چې د دغې پېښې عاملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د اصف شينواري د معلوماتو له مخې، اوس په ياده لېسه کې د زده کوونکو تدريسي بهير پيل شوی او هېڅ ستونزه نشته.

په همدې حال کې د ننګرهار د رسنيو دفتر وايي،والي ګلاب منګل د سيمې چارواکو ته لارښوونه کړې چې د پېښې پلټنه وکړي او عاملين يې ونيسي.

د سرچينې په وينا، په سيمه کې امنيتي ځواکونو پلټنې پيل کړي او ډېر ژر به ددې پېښې عاملين تر نيول کېدو وروسته د قانون منګولو ته وسپاري.

نږدې يوه مېاشت وړاندې هم د دغې ولسوالۍ يوه بله لېسه چې د ولسوالۍ ودانۍ سره يې شريک ديوال هم درلود، د شپې له خوا د وسله والو له لوري يې اداري خونه سوځول شوې وه.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement