هرات (پژواک، ٢١ ورى ٩٧): په هرات ولايت کې امنيتي سرچينو ويلي چې په غوريان ولسوالۍ کې يوه کس خپله ځوانه مېرمن وژلې ده.
د هرات د پوليسو وياند عبدالاحد ولي زاده وويل چې دغه کس تېره شپه خپله مېرمن لومړۍ مسمومه کړې او وروسته يې د رسۍ په وسيله زندۍ کړې ده.
هغه زياته کړه چې دغه کس وروسته د خپلې مېرمنې مړی يوې څاه ته غورځولى و.
ولي زاده وويل چې قاتل نيول شوى او د قتل انګېزه لا هم نا څرګنده ده، خو د پوليسو لومړنۍ څېړنې څرګندوي چې دغه ښځه د کورني تاوتريخوالي په پايله کې وژل شوې ده.
هغه وويل چې د وژل شوې ښځې له خاونده څېړنې روانې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن