اسعد اباد (پژواک، ٢١ ورى ٩٧): چارواکي وايي چې پاکستاني ځواکونو پر کونړ ولايت ٤٣٥ نور توغندي توغولي چې له امله يې يو ملکي وګړى وژل شوى دى.
د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د وري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه توغندي په تېرو ٢٤ ساعتونو کې راغلي او پر دانګام او سرکاڼو ولسواليو لګېدلي دي.
هغه زياته کړه چې د دغو بريدونو له امله د سرکاڼو ولسوالۍ د سپرې په سيمه کې يو ملکي وګړى وژل شوى دى.
مصمم وايي چې په دانګام ولسوالۍ کې هم يو کور ويجاړ شوى او د خلکو څاروي او کرنيزې ځمکې له منځه تللي دي.
د يادونې ده، له تېرو دوو اوونيو راهيسې پاکستان يو ځل بيا پر کونړ توغندويي بريدونه پيل کړي چې له امله يې تېره اوونۍ اووه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د ځايي چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېرو لسو ورځو کې پر کونړ تر ١٥٠٠ زيات توغندي توغول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن